Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: په پکتیا کې ۷۰ زرو کورنیو ته بشري مرستې رسيدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/28

په سوېل کې د پکتیا ولایت پېښو ته د رسېدو ریاست مشر نثار نجات وایي، په دغه ولایت کې  د بېلابېلو موسسو له خوا له ۷۰ زرو کورنیو سره بشري مرستې شوي دي.

 نجات وايي،ډېری موسسو ژمنه کړې،چې پکتیا کې به پر بې وزله کورنیو نورې بشري مرستې  هم وویشي.

نجات زیاتوي:« له تحول  وروسته د بېلابېلو موسسو له خوا زموږ د ریاست له لوري تر ۷۰ زرو کورنیو بشري مرستې ویشل شوي دي او ګڼو نورو موسیسو هم د مرستو د ویش ډاډ راکړی دی.»

د یو شمیر بې وزله کورنیو غړي بیا وايي،بشري مرستې یې درد نه شي دوا کولی او د اوږد مهاله کار لپاره دې د بیا رغونې پر پروژو کار پیل شي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«پر دېمرسته یو بوجۍ اوړه هم نه کیږي، بیا هم الله مهربانه دی اوس دومره ګوزاره کېږي.»

د پکیتا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« مرسته راته ورسیده،خوارانو غریبانو ته ټولو ته ورسیدې،که په روژه کې یې بیا مرسته راسره وکړه،ګوزاره به وشي که نه په دغه څلورو زرو خو مو ګوازه نه کیږي.»

د پکتیا اوسېدونکو د اقتصاد غوړېدو لپاره پر امریکا غږ وکړ،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د   پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« زه خو دا اوس هم غواړم،چې کار راته پیدا شي،خو کار نشته دی. څه چې د افغانستان پانګه ده، باید چې ازاده شي.» \

د پکتیا یو بل اسېدونکی بیا وايي:« له نړیوالې ټولنې غواړو،چې پر امریکا دې فشار راوړي،چې زموږ پیسې را خوشې کړي. دلته کار روزګار نشته دی، بانکي او ټول سیستمونه خراب دي.»

مرسته کوونکې موسسې هرې کورنۍ ته ۴ زره او ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

امریکا ټولو موسسو ته ازادي ورکړې،چې افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړی او نږدې هره اوونۍ کې په همدې تړاو ۳۲ میلیونه ډالرو کڅوړې کابل ته رارسږي.

له دې ټولو مرستو سره سره بیا هم د افغانانو په ژوند کې کوم مثب بدلون نه دی راغلی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist