Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د لویو لارو د ساتنې په موخه زهري قطعه جوړه شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/27

په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان خالد ایوب وایي، د زهري قطعې سرتیري به پکتیا او خوست کې د لویو لارو ساتنه کوي،ترڅو خلک شپه او ورځ په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي

 

ایوب زیاته کړه:« دا مجاهدین چې فارغ شوي دي، دا خوست او پکتیا کې د لویې لارې ساتنې لپاره دي،چې ولس هوسا او ارام او د همدې لپاره دوی هلې ځلې کوي.»

د زهري قطعې دغه سرتیرو د صلاح الدین ایوبي روزنیز مرکز کې ۴۰ ورځې روزنه لیدلې او سرتیري وایي، د هر ډول امنیتي ننګو د مخنیوي توان لري،

د صلاح الدین ایوبي روزنیز مرکز استاد حلمی بدري  وايي:« دلته شپیته نفره نن فارغ شول، څلویښت شپې د دغو ملګرو دلته تربیت وشو. ان شاالله چې د دوی هر ډول تربیت شوی دی.»

د زهري قطعې یو سرتېری وايي:« بهرنیو کسانو ته وایو،چې دا خلک له سره تیر دي. که د هېواد له پولو دې خوا ته مو د تګ زړه ښه کړ،دغه ځوانان به سخت غاښ ماتوونکی ځواب درکړي.»

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان خالد ایوب وايي ډیورنډ فرضي کرښه یې تر ډېره تر امنیتي پوښښ لاندې راوستې او پاکستاني لوری پوه شوی دی،چې تر دې وروسته به صفري نقطو کې تیروتنې نه کوي.

ایوب زیاتوي:« ابتدایي حالت دی. شپږ اووه میاشتې د فتحې کیږي، خو بیا هم موږ دا نه غواړو،چې له چا سره ستونزې جوړې کړو،له ایران او پاکستان سره، د دوی هم په دې سر خلاص شوی دی، چې ستونزو  کې ګټه نه شته دی. زموږ خپل سرحدونه ان شاالله خوندي دي.»

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومانداني وایي، اړوند اووه ولایتونو کې یې هېڅ ډول امنیتي ننګونې نه شته دی او بېلابېلو روزنیزو مرکزونو کې د سرتیرو د روزنې بهیر په نورمال ډول روان دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist