Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې لسګونه زده کوونکو ښوونکو او ښځينه مدني فعالانو د نجونو ښوونځيو تړل کېدو پر ضد لاریون کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/27

کابل کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۶ مه» لسګونه زده کوونکو، ښوونکو او ښځينه مدني فعالانو د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو په غبرګون کې لاریون  کړی دی.   

لاریون کوونکې وايي، زده کړې د ټولو انسانانو طبعي حق دی او دوی هم د هلکانو پر څېر حق لري، چې ښوونځیو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي. 

لاریون کوونکې وایي،د ښوونځي یونیفورم یې له شریعت سره برابر او په ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه دیني زده کړې کوي، نو له زده کړو د انجونو محروم کول هېڅ توجیه نه لري.

لاریون کوونکو شعارونه ورکول:« زده کړې او ښوونه مه سیاسي کوئ. موږ د افغانستان نجونو او هلکانو ته عدالت غواړو.»

لاریون کوونکې وايي، د اسلامي نړۍ په ټولو هېوادونو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی لري،خو یوازې د افغانستان له نجونو څخه دا حق اخېستل شوی دی.

دوی له اسلامي امارته غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او نړیوال ټولنه یې وننګوله،چې ګنې د په دې تړاو چوپه پاتې ده.

یوه لاریون کوونکې وايي:« نړیوالو ته وایم، پر تاسو شرم دی. تاسو په درې مصروف یاست او په ټکنالوژی کې نوي نوښتونه کوئ. خو دلته یو نسل له زده کړو بې برخې کیږي.» 

له دې سره د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمیشینره میشل باشلیټ وایي، د اسلامي امارت دا پریکړه به نه یوازې د افغانستان راتلونکې په خطر کې واچوي،بلکې افغانې ښځې به د نور تاوتریخوالي او بې وزلۍ قرباني کړي.

اسلامي امارت د روانې وري میاشتې پر درېیمه نیټه داسې مهال د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لیسو بندیز ولګاوه،چې میلیونونه ښځینه زده کوونکې په ټول افغانستان کې له اووه میاشتو وروسته ښوونځیو ته تللې وې.

اسلامي امارت وایي ښځینه زده کوونکې دې تر هغې ښوونځیو ته نه ځي،چې دوی ورته د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمه طرحه نه وي جوړه کړې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist