Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د روسیې او بېلاروس د تېلو صادرات زیات شوي

افغانستان ته د روسیې او بېلاروس د تېلو صادرات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

یو شمېر روسي رسنیو د دې هېواد او بېلاروس د تېلو صادروونکو شرکتونو په حواله راپورونو کې لیکلي چې په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې له دغو هېوادونو افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تېلو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د ایزوستیا ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، په تېر میلادي کال کې له روسیې څخه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تېلو صادرات یو میلیون ټنو ته رسېږي.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي، په داسې حال کې چې په تېر میلادي کال کې افغانستان ته د روسیې د تېلو صادرات شل سلنه زیات شوي، په همدې موده کې بېلاروس هېواد هم ۴۰۰ زره ټنه تېل افغانستان ته صادر کړي دي.

د ایزوستیا ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي:  «له روسیې څخه افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر میلادي کال کې شل سلنه زیات شوي. د انرګوسټار ټرېډینګ شرکت د اسنادو له مخې، په همدې کال کې بېلاروس بیا افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي.»

ورځپاڼې له روسیې او بېلاروس هېوادونو څخه د تېلو په صادراتو کې د زیاتوالي لاملونو ته هم کتنه کړې او وايي، د تېلو په صادراتو کې د زیاتوالي اساسي لامل پر مسکو د نړیوالو بندیزونو لګول او افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د صادرولو د مخنیوي په خاطر د افغانستان له خوا وضع شوي ستنډرډونه دي.

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې له ډلې یې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۵۰ زره ټنه تېل افغانستان ته وارد شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « روسیې ته په سترو صادراتي توکو کې ممیز، کاني ډبرې، وچ زردالو، بخار دېګونه، تالک ډبرې، انار او انګور شامل دي. همدارنګه له روسیې هېواد څخه په سترو وارداتي توکو کې طبیعي ګاز، پټرول، ډیزل، لرګي، د لمرګلي غوړي، د صنعتي فابریکو خام مواد او د غنمو اوړه شامل دي. د وارداتو ډېره برخه پټرول، ډیزل او ګاز تشکیلوي چې مجموعي وزن یې ۶۵۲ زره ټنو ته رسېږي او پولي ارزښت یې له ۴۰۲ میلیون ډالرو اوړي.»      

بله خوا، شنونکي بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو ته په اشارې وايي، په اوسنیو شرایطو کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا د کابل په ګټه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « هرڅومره چې دا اړیکې پياوړې کېږي، افغانستان ته ګټه رسولی شي؛ ځکه چې موږ هرڅومره له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د اړتیا وړ توکي وارد کړو، په لږ وخت کې یې واردولی شو او لګښت یې هم کمېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « روسیه ډېر لوړ کیفیت تېل لري او کولی شي زموږ د تېلو او نفتو په برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځته کړي. همدارنګه تېل به له انحصار څخه خلاص شي، نرخونه به یې ټیټ شي او کیفیت به یې هم ښه وي.»

روسي رسنیو داسې مهال د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو خبره کړې چې تېره ورځ ایراني چارواکو هم د ماهیرود له لارې افغانستان ته د ایران د صادراتو زیاتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل، د ماهیرود لار به جنوبي خراسان د افغانستان له بازارونو سره ونښلوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist