Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیکارلو پاکستاني بریدونو کې د افغان ملکي مرګ ژوبلې موضوع تر ملګرو ملتونو رسوي

ډیکارلو پاکستاني بریدونو کې د افغان ملکي مرګ ژوبلې موضوع تر ملګرو ملتونو رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

ټاکل شوې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکیانو په نښه کولو او د هوايي بریدونو موضوع په ملګرو ملتونو کې راپورته او پرې بحث وشي.

بهرنیو چارو وزارت د دې سازمان د سیاسي مرستیالې روزمیري ډیکارلو له قوله ویلي، نوموړې له امیرخان متقي سره په ټیلفوني خبرو کې د ياد سازمان له غړیو سره د دې موضوع د شریکولو خبر ورکړی.

هغې دغه راز د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکیانو هدف ګرځولو باندې خواشینې ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په دې ټیلفوني مکالمه کې بهرنیو چارو وزیر وویل چې په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسله‌وال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي او دا د پاکستان له لورې پر افغانستان تورونه بې بنسټه ثابتوي. بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې شتون نه لري او د کور ډېپلوماټيک په شمول ټول اړخونه کولی شي د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.»

همدارنګه بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره د روزمیري ډیکارلو له خولې لیکلي: « اغلې ډيکارلو په وروستي بريد کې د ملکيانو پر تلف کېدو باندې خپله ژوره غمرازي ښکاره کړه او ویې ويل، د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.»

د بهرنیو چارو وزیر له ډیکارلو سره د خبرو په لړ کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال په مکرر ډول د پاکستان په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کولو په اړه اندېښنه ښودلې.

امیرخان متقي ویلي، په دې بریدونو کې د ملکیانو په نښه کېدل په افغانستان د وسله‌‌والو د موجودیت تورونه بې بنسټه ثابتوي.

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم دغه تېری په کور دننه او بهر په شدید ډول وغندل شو او ګڼو خواوو د مقابل لوري د مسوول ګرځولو غوښتنه وکړه.

د چارو شنونکي د پاکستان تېری له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې یادوي او په نړیواله سطحه یې د څېړلو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « که چېرې د پاکستان دغه ناروا تېری د نړیوالو ادارو له خوا بررسي شي، د افغانانو په ګټه او  د پاکستان په زیان دی. پاکستان خپله د ترهګرۍ ځاله ده او له لوېديځو هېوادونو سره یې د سیمې نا امنه کولو قرارداد کړی.»    

د پاکستان پوځي رژيم د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه د ننګرهار په بهسودو، غني‌خېلو او خوږیاڼو ولسوالیو او د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو هوايي بریدونو کې ملکي کورونه او دیني مدرسه بمبار کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه ژوبل او شهیدان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist