Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا دوحه کې له اسلامي امارت سره کېدونکې خبرې لغوه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/26

د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت کې  یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پر مشرۍ په دوحه کې له اسلامي امارت سره کېدونکې خبرې لغوه کړي دي. 

رویټرز خبري اژانس وایي،امریکا په قطر کې د افغانستان بانک، د افغاني بانکنوټونو د چاپ او د افغانستان د تعلیمي سیکتور لپاره د نړیوال بانک د سلګونو میلیون ډالرو مرستې په اړه له اسلامي امارت سره د خبرو پلان لغوه کړی دی.

د دغو خبرو لپاره د ټوماس وېسټ تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري هم دوحې ته تللې وه.

امریکا وروسته له هغه د دې کتنو لغوه کولو پرېکړه کړې،چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز وغځاوه. 

ټاکل شوې وه ، چې قطر کې شنبه او یکشنبه امریکايي استازو له اسلامي امارت سره د مهمو اقتصادي مسایلو په ګډون پر ځینو موضوعاتو بحثونه کړي وای.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله ویلي، هغه قطرۍ الوتکه چې ټاکل شوې وه ،کابل ته راشي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پر مشرۍ پلاوی دوحې ته یې ولېږې، کابل ته نه ده را استول شوې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist