Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: ایراني چارواکو سره د افغان جګړې په ختمېدو خبرې شوي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/01

طالبان وایي، ایران ته یې د پلاوي ورتګ په سیمه کې د سولې او امن لپاره د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ جلبول دي.

په یوه اعلامیه کې چې طالبانو رسنیو ته لېږلې ویل شوي، افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو یې ایران سره خپل نظریات شریک کړي دي.

ها خوا تحلیل کوونکي په دې باور دي چې ایران د افغان حکومت مخالفو ډلو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دی.

تېره ورځ د ایران د باندنیو چارو وزارت وویل له قطره د طالبانو یو پلاوی د خبرو لپاره تهران ته ورغلی و.

په تهران کې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته ټاکل شوې د ایران د باندنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د یو پلاوي په مشرۍ د خبرو اترو لپاره بیا کابل ته راشي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پلاوي افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو وروسته یې د سیمې د سولې او امن د اعادې په تړاو یې له ایراني چارواکو سره خپلې سلا مشورې شریکې کړي دي.

طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد داسې ویلي (( دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته  استول شوی، تر څو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي. پلاوی وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته سفرونه لري، ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د بهرنیو ځواکونو د حضور د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.))

طالبانو ویلي پلاوی یې وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته دسیاسي او اخلاقي ملاتړ او افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ځي چې د سیمې هېوادونو همکاري تر لاسه کړي.

خو کابل کې د ایران دا ډول هڅې په دې مانا ګڼل شوي چې دا یوازې وسلوالو ډلو ته مشروعیت ورکول دي.
په افغان سوله کې د ایران رول له دې امله مهم بلل کېږي چې اوس د وسلوالو طالبانو سره د دښمنۍ پرځای د دوستۍ کلکې اړیکې جوړې کړي چې افغانستان کې د جګړې اړخ ته انرژي ورکړې ده.

اوس د ملي شورا تمه داده چې ایران نه باید طالبانو سره په خبرو کې  یوازې خپلې ګټې خوندي کړي.

طالبانو په ایران کې داسې مهال طالبانو سره خبرې کړي چې ټاکل شوې نږدې ورځو کې امریکایان او طالبان په جده کې بیاځلې خبرو ته کېني.

خو د طالبانو او ایرانیانو خبرو له دې امله اندېښنې راپورته کړي چې ایران غواړي په دې پروسه کې د سعودي عربستان رول پیکه وښي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist