Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا بریټانیا او  اروپايي هېوادونو ګډه خبرپاڼه: د نجونو ښوونځيو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه خواشینونکې ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/26

د امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، کاناډا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نجونو ښوونځيو په اړه د اسلامي امارت پر پریکړې خواشیني څرګنده کړې او د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت لخوا دا اقدام له هغو پریکړو او ژمنو سره په ښکاره ټکر کې دی،چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:«موږ پر طالبانو غږ کوو،چې خپله پریکړه دې له سره واخلي،ځکه پایلې به یې د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ کړي. د طالبانو دا پریکړه به د دوی هغه غوښتنې هم اغیزمنې کړي،چې د نړیوال سیاسي ملاتړ او کورني ملاتړ برخه کې یې لري.» 

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر بندیدو خواشیني ښودلې او هیله یې څرګنده کړې،چې دا ښوونځي دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې زده کړې د هر انسان حق دی او طالبانو دې له نویو واقیعتونو سره ځانونه عیار کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«د ترکیې بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غواړي،چې خپله ایډیالوژي نوې کړي او د وخت او افغاني ټولنې له واقعیتونو سره ځانونه عیار کړي. موږ به په سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږو او ملاتړ ته به یې دوام ورکړو.» 

اخوا جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخخصینو له نړیوالې ټولنې او افغانستان کې د ملګرو ملتونو له فعالو استازولیو غوښتي،چې پر اسلامي امارت دې فشار راوړي،تر څو ټولو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

دوی وایي، د زده کړو حق د انسانانو بنسټیز او نه ردیدونکی حق دی،چې اسلامي امارت باید ورته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخخصین :« د زده کړو حق د انسانانو بنسټیز حق دی، نو له طالبانو مو غوښتنه دا ده،چې خپله پریکړه دې له سره واخلي. په ټول افغانستان کې د هر عمر لرونکو نجونو ته باید ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره شي.» 

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د وري میاشتې پر درېیمه نیټه خپله هغه پریکړه له سره واخیسته،چې ټولې نجونې به ښوونځیو ته پرېښودل کیږي او له ‌دې سره یې میلیونونه هغه نجونې د ښوونځیو له دروازو راوګرځولې،چې له اووه میاشتني ځنډ وروسته ښوونځيو ته ورغلې وې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist