Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله شااوخوا درې زره کورنۍ بې ځایه شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/26

زابل د هېواد په سوېل کې پروت هغه ولایت دی،چې اوسېدونکي یې د تېرو جګړو تر څنګ وروستۍ وچکالۍ هم سخت ځپلي دي.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ادارې مشر  حمدالله صمیم وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو تر  څنګ د سختې او اوږدې  اوچکالۍ له امله شااوخوا ۳زره بې ځایه شویو کورنیو تر څنګ زرګونه نورې غربت ځپلې کورنۍ شته دی،چې اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

صمیم زیاتوي:« زموږ د رسمي  ارقامو له مخې، د تېرو جګړو او وچکالي له امله ۳زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. د  دغو کورنیو تر څنګ مو زرګونو نورو کورنیو ته هم مرستې رسولي دي.»

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر زار محمد خالد بیا وايي،  پر اړمنو کورنیو د مرستو وېش لړۍ شفافه ده او یاد بهیر د ځانګړي پلاوي له خوا څارل کېږي.

خالد زیاتوي:« د سروې او وېش پر مهال پوره شفافیت موجود دی.د همدې شفافیت لپاره مو د اړوند سيمو د ملا امانو، د ولایت استازو او نورو اړوند ارګانونو یو ګډ پلاوی د مرستې دغه بهیر څاري. موږ پوره هڅه کوو،چې مرستې مستحقو کورنیو ته ورسېږي.»

په همدې حال کې هغه کورنۍ چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې يې تر لاسه کړي، د نورو مرستو غوښتنه لري.

د زابل ولایت یوتن اوسېدونکی وايي:« موږ د یادو مرستو له امله مننه کوو. موږ ډېر خوښ یو،خو دغه مرستې لنډ مهاله دي. موږ غوښتنه کوو،چې یادې مرستې دې زیاتې شي.»

تر دې وړاندې د دغه ولایت چارواکو خبر ور کړی وه، چې له تېرو شپږو میاشتو  راهیسې يې تر اووه زرو زیاتو کورنیو ته مرستې رسولي او د مرستو رسولو دغه لړۍ لا هم دوام لري.

د مسوولینو په خبره،یادې مرستې چې د نړيوالو مرستندویه ادارو له لورې تر سره کېږي، په کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ د نغدي پیسو مرستې هم شاملې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist