Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت: ملګري ملتونه دې د ا.ا رسمیت پېژندنې برخه کې ګامونه واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/24

د  افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له مشرې دیبورا لاینزسره لېدلي او د ښځو او بشري حقونو، پراختیايي پروژو بانکي برخې،اقتصادي ودې او پرسیاسي مسایلو بحث او خبرې یې کړي دي.

 

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي، په دغه  لېدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو غوښتي دي،چې د اقتصادي او بشري مرستو ترڅنګ دې له سیاسي انزوا نه واېستلو په برخه کې دې هم له افغانانو سره مرسته وکړي.

تکل زیاتوي:«په دغه ناسته کې پر بشري مرستو، بشري حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادی ودې او ګڼو نورو موضوعاتو بحثونه وشول. د یوناما د ماموریت د یو کلن تمدید څخه تمه داده،چې دافغانستان لپاره مثبت نتایج ولري، له بشري مرستو وراخوا په سیاسي برخه کې هم اغیزمن ګامونه واخلي،چې دنوي حکومت پر رسمیت پیژندنه، پر شخصیتونو او اقتصادي برخو کې دندیزونو په لرې کولو  سره به د افغانانو اساسي حقوق خوندي کړل شي.»

یوناما مشره دیبورا لاینز وايي، د ملګرو ملتونونو  امنیت شورا په خپلې وروستۍ ناسته کې د افغانستان په تړاو مثبت ریپوټ درلوده،چې دا  د افغانستان د نوي حکومت لاسته راوړنه په ډاګه کوي.

لاینز زیاتوي:« امنیت شورا په تیره غونډه کې د افغانستان په تړاو مثبت راپو درلود،چې دا کار د نوي حکومت د پرمختګ او لاسته راوړنو ښکارندوي کوي.»

د اسلامي امارت اندېښنه داده،چې په ملګرو ملتونو کې یې د استازي نه موجودیت افغانان له خپلو ټولو هغو نړیوالو حقوقو بې برخې کړې دي،چې د نړۍ نور ولسونه ترې برخمن دي.

تکل وايي:« په ملګرو ملتونو کې د افغانان د استازي نشتون پر کور دننه او بهر د افغانانو حقوقو تلف ته زمینه برابره کړې او تر پښو لاندې شوي دي.»

اسلامي امارت له یو لوري خپل حکومت لپاره له نړۍ مشروعیت غواړي او په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي لپاره څوکۍ  غواړي،خو له بل خوا بیا د نړۍ له هغو شرایطو سره مخالفت لري،چې د رسمیت پیژندنې معیار ګڼل کیږي او تازه یې د نجوونو ښوونځیو پرانیسته د نامالومو دلایلو له امله ځنډولې،چې دغه چارې پر کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist