Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د پاکستان پوځ د زبرځواکو هېوادونو لپاره جنګي ماشین دی

شنونکي: د پاکستان پوځ د زبرځواکو هېوادونو لپاره جنګي ماشین دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/24

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم تازه بريد په سيمه کې د دې هېواد د کردار په اړه بېلابېل اندونه رامنځته کړي او ان تر دې چې يو شمېر شنونکي دغه رژيم د ځينو زبرځواکونو د ګټو خوندي کولو وسیله بولي.

د دوی باو دا دی چې د يادو ګټو په رڼا کې د پاکستان پوځي رژيم د عامو افغانانو پر وړاندې جنګېدونکی ماشين هم دی او نږدې اته لسيزې يې د افغانستان په شمول د سيمې ناامنه کولو ماموريت په صادقانه توګه ترسره کړی.

د شنونکو په باور، د پاکستان پوځ د همدې ماموريتونو پر بنسټ، ديني ارزښتونو ته پر ژمنتيا نه لرلو سربېره له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې د اوږده مهال لپاره د ګډ ژوند کولو نيت هم نه لري.

د پوځي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د پاکستان پوځ د انګلیس په لاس جوړ شوی، د امریکا په لاس تقویه شوی او د امریکا، انګلیس او اسراییلو د ګټو لپاره په سیمه کې د ګاونډیانو او افغانستان د ملت پر وړاندې جنګېدونکی ماشین دی. دا پوځ نه دیني عقیده لري، نه ملي صبغه لري او نه هم د راتلونکي لپاره په دې سیمه کې د ګډ ژوند لپاره نیت لري. په ډېر تأسف سره باید ووایم چې په پاکستان کې واک له همدې اجیر، قاتل او ترهګرپال پوځ سره دی. تر هغو چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي واک له دې پوځ سره وي، پاکستان به د سیمې د سرطان دانه وي. نړیواله ټولنه او سیمه په دې مکلفه ده چې دا پوځ بې وسلې کړي، اټومي طاقت ترې واخلي، تشکیلات یې له منځه یوسي او قدرت ولسونو ته وسپاري.»

د چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « تر ډېره څرګنده ده چې د پاکستان پوځ د ابرقدرتونو له خوا د پیسو په بدل کې کرایه شوی، ترڅو سیمه نا امنه کړي.»

شنونکي دا باور هم لري چې د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو مدافع نړيوال سازمانونه او د اسلامي همکاریو سازمان د پاکستان پوځ پر جنایتونو پوه دي او وړانديز کوي چې اوس يې د نړيوالو له لوري په جديت سره د مخنيوي وخت را رسېدلی.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په دې باندې نړیواله ټولنه ښه پوهېږي، که دا د بشري حقونو سازمانونه دي که امنیت شورا ده او که د اسلامي همکاريو سازمان دی، ټول پوهېږي چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې څه وکړل او څه کوي. پاکستان تل د نورو هېوادونو په چارو کې مداخلې کړې او د هغوی په بې ثباتۍ کې یې لاس درلود. دوی د ترهګرو روزنه او تمویل پر غاړه لري او د سیمې بې ثباته کولو لپاره نورو هېوادونو ته استول کېږي. که چېرې ریښتیا هم دا سازمانونه فعال وي، باید پر پاکستان داسې فشار راوړي چې له خپلو ناوړه کړنو څخه لاس اخستلو ته مجبور شي.»

ځینې نور شنونکي وايي، د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان پر وړاندې له خپلو ناوړه دسیسو او مداخلو نه اوړي او پر افغان خاوره یې وروستیو بریدونو وښوده چې دا پوځ هر ډول جنایت ترسره کولی شي.

دوی زياتوي، افغان ولس باید د پاکستان پر وړاندې له خپلو نظامونو ملاتړ وکړي او همدا راز له حکومت سره په همغږۍ یې پر وړاندې ودرېږي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « داسې ښکاري چې پاکستان له خپلو ناوړه پالیسیو او شومو دسیسو څخه نه اوړي. ښه به دا وي چې افغان ولس په یوه چیغه د حکومت په ملتیا د پاکستان په خلاف د جهاد اعلان وکړي، ترڅو هر افغان د پاکستان خلاف خپله دنده او مسوولیت ترسره کړي او اجازه ور نه کړي چې پاکستان د دې ډول بریدونو له لارې د افغانستان ارضي تمامیت ته تاوان ورسوي.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د پاکستان وحشي پوځ له دې وړاندې هم په افغانستان کې خونړي بریدونه کړي. دوی د افغانستان د نظامونو له نړولو نیولې تر وحشت خپرولو پورې هرڅه د دوی دنده ده او دا اجیر پوځ به دغو کړنو ته تر هغو پورې ادامه ورکوي چې زموږ خلک هوښیار شوي نه وي او خپل نظامونه یې د نړولو په ځای حمایه کړي نه وي.»

پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژيم له تازه بريد وروسته په ټولو ولايتونو کې عامو افغانانو د دې بريدونو پرخلاف آوازونه پورته کړل او له حکومت يې وغوښتل چې له پاکستانه د دې بريدونو غچ په پوره قاطعيت واخلي.

حکومت هم د يادو بريدونو له غندلو سربېره د پاکستان پوځي رژيم ته په مناسب فرصت کې د دې بريدونو د غچ اخستنې ګواښ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist