Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تېری به بې ځوابه پاتې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/24

اسلامي امارت پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستی تېری د هغې پروژې یوه برخه بولي چې اسلام اباد د سیمې نا امنه کولو لپاره اخستې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پوځي رژیم د خپلو بادارانو خوشاله کولو په موخه، افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي.

مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره ځانګړې مرکه کې وايي، په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم وروستی جنایت به چې په کې لږ تر لږ ۲۴ ملکي وګړي شهیدان شول، بې ځوابه پاتې نه شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « دا اوسنۍ سیاست هم د هغې کړۍ کار دی چې له افغانستان سره یې د دښمنۍ لاره نیولې او له سیمې سره د بې ثباتۍ په پروګرام کې ښکېله ده. دا کړۍ د سیمې له هېوادونو سره د تنش په لور روانه ده او د لویو هېوادونو د پروژو پر عملي کولو بوخته ده.»

مجاهد وړاندې په خپلو خبرو کې وايي، د پاکستان پوځي رژیم پر افغان خاورې بریدونو سره د خپلو  ناکامیو پټولو هڅه کوي، خو دا جنایت به هېڅکله پټ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، ډېر ژر به د پاکستان پوځي رژیم بریدونو ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکړل شي.

د مجاهد په خبره، دا ځل به د افغانستان غبرګون د پاکستان پر پوځي اهدافو متمرکز وي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « د دې د مخنیوي هڅه شوې؛ دوی ډېرې هڅې وکړې او د داعش له پدیدې یې ګټه واخیسته، ترڅو افغانستان نا امنه کړي. کومې وسلې چې افغانستان ته رالېږل شوې وې، ښايي دا به هم د داعش په واک کې ورکول کېدې. د افغانستان امنیتي ځواکونه ويښ او بیدار دي او دا ډول دسیسې به خنثی کوي.»

مجاهد د پاکستان د پوځي رژیم بریدونو ته د ځواب ورکولو خبره داسې مهال کوي چې له دې مخکې هم افغان ځواکونو د تېر کال د بریدونو په ځواب کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژلي ووژل او درې تنه یې ترې  ژوندي ونیول.

د پاکستان دا درې نیول شوي پوځیان تېره اوونۍ د سعودي عربستان په منځګړیتوب او د روژې مبارکې میاشتې د پیل په درناوي خوشي شول.

ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځي رژیم په دې پړ کړ چې په خپله خاوره کې یې د داعش ډلې ته پټنځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي، ترڅو د سیمې او نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: « بېله شکه زموږ هدف به ملکیان نه وي؛ زموږ انتقام که اخیستل کېده، پر هغو مجرمانو به برید کوو چې په دې ډول جرمونو کې ښکېل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې هم پاکستان پر خوست او ننګرهار ولایتونو بریدونه کړي وو. هغه مهال پاکستان په ډاګه دغه بریدونه نه وو منلي، خو افغان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړ او دا یې د پاکستان کار وباله.

همدارنګه پاکستان په خوست او کونړ کې د ډیورڼد فرضي کرښې ته نږدې پرتو سیمو کې ورته بریدونه وکړل او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist