Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

د افغانستان هوايي حریم نقضولو او د عامو افغانانو وژلو لړۍ په دوام، د پاکستان پوځي رژیم وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې یوځل بیا د ننګرهار او پکتیکا پر ځينو برخو ړندې بمبارۍ وکړې.

ملي دفاع وزارت د پوځي رژيم دا کړنه د ملي حاکمیت، نړیوالو قوانینو او ښه ګاونډیتوب د اصولو نقض بولي.

دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځي رژیم دا ښکاره تېری بې غبرګونه نه پرېږدي او په سم اومناسب وخت کې به حساب شوی ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق‌الله نصرت وايي: « ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي،ان شاءالله تعالی.»      

پخوانيو ولسمشرانو، د ملي پخلاینې پخوانۍعالي شورا مشر، پخوانیو پوځیانو، سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو هم د پاکستاني پوځي رژیم برید غندلی او پرحکومت یې غږ کړی چې غچ اخستونکي بریدونه وکړي.

حامد کرزي د پاکستان تېری د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی او له پاکستانه یې غوښتي چې پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي، د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت او متمدنه لار غوره کړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې: « زه یو وار بیا پر پاکستان غږ کوم چې د افغانستان په اړه پرخپلو پاليسيو بیا کتنه وکړي او د ښه گاونډیتوب او متمدنه لاره اختیار کړي.»

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي: « دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي، د بې ثباتۍ او کړکېچ د لا پراختیا لامل ګرځي. بمبارد، د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې دي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم پرافغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوالو بشري حقونو له منل شویو اصولو سره يې په ټکر کې بللي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم په پېښه کې قربانیان ټول ملکیان بللي او له لوري يې په خپاره شوي شهرت کې د یوه کلن ماشوم او د اتیا کلن شهيد شوي سپین ږیري نومونه هم لیدل کېږي.

دغه بنسټ پر ملکیانو برید په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی بللی او په خپلواکه توګه یې په دې اړه د بېړنیو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ ویلي: « د یوې کورنۍ د ټولو غړو او په خوب د ویدو ماشومانو وژل په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. موږ په دې اړه د بېړنۍ، خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کوو. ټولې هغه خواوې باید مسوولې وګرځول شي چې د دې برید امر یې ورکړی.»

د پاکستان جېټ الوتکو په دې بریدونو کې د ننګرهار په بهسود او خوګیاڼو او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د خلکو کورونه او دیني مدرسې په نښه کړې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ژوبل او شهیدان شوي. خو دې ټولو ته په کتو مقابل لوری ادعا لري چې په دې بریدونو کې یې وسله ‌وال او د هغوی پټنځایونه په نښه کړي.

دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د روانې فبرورۍ په ۱۸مه پر افغانستان د برید په تړاو خبرداری ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist