Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

له ننګرهار سربېره، وړمه شپه د پاکستان پوځي رژیم له لوري د پکتیکا ولایت ارګون او برمل ولسوالیو اړوندو سیمو کې هم یوه دیني مدرسه او یو تش کور په نښه شوي دي. که څه هم په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو ولسي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي.

د ارګون ولسوالۍ د بالیشو کلي اوسېدونکي وایي، پر ملکي سیمو دا ډول بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې هېواد د خپل‌سرو پوځي اقداماتو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی علي خان وايي: « د شپې دوه بجې بمبار وشو او دې کور ته یې دروند زیان اړولی. دا دویم ځل دی چې پاکستان په ارګون ولسوالۍ برید کوي.»

د ارګون اوسېدونکی عطا محمد وايي: « پاکستان تېرځل هم برید وکړ او ادعا یې وکړه چې د ټي‌ټي‌پي کسان یې په نښه کړي، خو ټولې نړۍ ولیدل چې هغه د کرېکټ لوبغاړي وو. باید د دغو ظلمونو مخنیوی وشي.»

په همدې حال کې د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي هم پر دې ولایت د پاکستان پوځي رژيم بریدونو ته په غبرګون کې له افغان حکومت او نړیوالو بشري بنسټونو غواړي چې د دې هېواد خلاف سخت اقدامات ترسره کړي.

د دوی په خبره، پاکستاني رژیم تل په افغان خاوره کې عام خلک، ښځې او ماشومان په نښه کړي دي.

د پکتیکا اوسېدونکی اسدالله وايي: « موږ د دې برید  غندنه کوو او غچ به یې خامخا اخلو.»

د پکتیکا اوسېدونکی دلاور دانش وايي: « موږ له خپل دولت هیله لرو چې د پاکستان د ظالم او جابر رژیم پر وړاندې توند غبرګون وښيي او د هېوادوالو غچ واخلي.»

بله خوا د خوست یو شمېر اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې د خپلواکۍ او ملي وقار د دفاع په برخه کې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته چمتو دي او د افغانستان خلاف تېري کوونکو ته دا پیغام ورکوي چې افغانان یو موټی ملت دی او د هېچا تېری به بې ځوابه نه پرېږدي.

د خوست اوسېدونکی فرهاد الحان وايي: « موږ پر دولت غږ کوو چې د دې بریدو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او پر پاکستان ځوابي بریدونه وکړي.»

د خوست اوسېدونکی قدیرالله وايي: « زموږ ولسونه د پاکستاني بریدونو د غچ لپاره هر ډول سرښندنو ته تیار دي. خلک له خپلې خاورې څخه د ساتنې او دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.»

وړمه شپه یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ترسره شویو هوايي بریدونو له امله په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

همداراز د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه دیني مدرسه او د همدې ولایت د ارګون ولسوالۍ د یوه ولسي وګړي تش کور هم په نښه شوي، خو د پکتیکا اړوند دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist