Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تکل: د افغانستان ګڼ سفارتونه د  بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي

admin by admin
2022/03/23

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل وايي، د افغانستان ګڼ سفارتونه د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي او د نوي حکومت اطاعت کوي.

تکل وايي،ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه په رسمي ډول اسلامي امارت ته سپارل شوي هم دي.

تکل  زیاتوي:« اوس هم په کابل کې د ګڼو هیوادونو استازولۍ او سفارتونه فعالیت لري، د افغانستان سفارتونو او سیاسي استازولۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره په اړیکه کې دي او اطاعت یې کوي او د نوي حکومت له لوري ورته هدایت ورکول کېږي.»

په کابل کې اوس مهال له اروپايي ټولنې سربیره ۱۵هېوادونه فعال سفارتونه لري او سیاسي  استازي یې له حکومتي چارواکو سره رسمي او غیررسمي ناستې هم کوي.

د اسلام اباد او تهران ترڅنګ اوس عشق اباد او انقره کې هم د افغانستان سفارتونو چارې نوي حکومت ته سپارل شوي،چې دې چارې  د افغانستان رسمیت پیژندنې لپاره هیلې نورې هم زیاتې کړي دي .

د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي،په نړیوالو اصولو او حقوقو کې دغو ډول اړیکو ته چې له رسمي اعلان پرته هېوادونو خپلو کې سفارتونه تبادله کړي وي،خاموشه رسمیت پیژندنه ویل کیږي.

سعادت وايي، د دغه ډول اړیکو توپیر له رسمي اړیکو سره یوازې دا وي،چې دا اړیکې بېرته اخېستل کیږي،خو اوس افغانستان له نړۍ سره غیر رسمي اړیکې لري او اوسنی نظام مشروع حکومت بلل کیږي .

سعادت زیاتوي:« په نړیوالو حقوقو کې دې ته اشاره وي،رسمیت پیژندنه وايي، مانا دا چې خاموشه رسمیت پیژندنه ده اوعملا دیپلوماتیک روابط جریان لري. موږ دې ته ویلای شو،چې دا رسمیت پیژندنه ده،خو توپیر دومره دی،چې هغه اعلان شوې رسمیت پیژنده بېرته د اخېستلو وړ نه ده، اما دا حالت چې اوس دی، له هغې سره فرق نه لري. خو توپير یې دا دی، چې  دا مشروعیت بېرته اخیستل کیدای شي، نړیوالې اړیکې شته او فعلآ افغان حکومت مشروع حکومت دی.»

ځینې بیا په دې باور دي،چې ګڼ هېوادونه له رسمیت پیژندنې پرته له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې لري او ځینې نور بیا د اړیکو بیا ټینګېدو په حال کې دي،چې د ویانا او شیکاګو کنوانیسیونونو پربنسټ دغه حالت ته پټې سیاسې اړیکې ویل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د ډیپلوماتیکو اصولو او نړیوالو اصولو پر بنسټ چې یو دولت بل دولت په رسمیت ونه پیژني، دا نه شي کولای،چې د سفارت پر کچه باندې اړیکې سره جوړې کړي، خو دا چې اوس افغانستان په رسمیت نه پیژندل کیږي او ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره جوړې دي، دې ته موږ غیر رسمي یا پټې ډیپلوماتیکې اړیکې ویلای شوو.»

افغانستان په نړۍ کې شااوخوا نهه څلویښت هېوادونو کې سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري، خو د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د دغو سفارتونو اړیکې له کابل سره پرې شوې وې او اوس یې د ټینګښت یوازینۍ لاره د اسلامي‌امارت نړیوال رسمیت پیژندنه ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist