Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

د لغمان ولایت اوسېدونکو ګلبهار او ډاکتر مالک د کورنیو ترمنځ  هغه څو کلنه بدي چې د کرکې او خفګان اور يې بل ساتلی و، د خیر غوښتونکو مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

دغه دښمني د نورو مخورو، قومي مشرانو او عالمانو ترڅنګ، د عبدالرحیمزیو د قوم مشر الحاج فضل الکریم فضل په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه او دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه.

په دې اړه جوړه شوې جرګه کې د مقتول د کورنۍ غړي، ډاکټر عبدالمالک د  قومي مشر فضل الکریم فضل څخه مننه وکړه چې په دې روغه جوړه کې يې ستړياوې وګاللې او د دواړو کورنیو تر منځ یې بل شوی اور مړ کړ.

د مقتول کورنۍ غړی عبدالمالک وايي: « زموږ قومي مشر الحاج فضل الکریم فضل چې د ټول افغانستان د عبدالرحیمزو د قوم مشر دی، تقریبا ً څلور کاله مسلسلې هلې ځلې وکړې، ترڅو زموږ ترمنځ سوله او  روغه وشي. خدای دې ژوند او خوشاله لري. دوی یوازې دلته نه بلکې په ننګرهار، کابل، لوګر نورو ځایونو کې هم د سوله غوښتنې مرکې او جرګې کړې دي. زه ورته د سولې متخصص وایم.»

په ورته مهال، د عبدالرحیمزیو د قوم مشر الحاج فضل الکریم فضل د دواړو ښکېلو کورنیو له حوصلي، زغم او نېک نیت څخه مننه وکړه او زیاته يي کړه چې د ستونزو حل یوازې د خبرو، تفاهم او زغم له لارې ممکن دی.

نوموړي په ټولنه کې پر زده کړو هم ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې که یوه ټولنه غواړي له دې ډول بدبختیوڅخه ځان وژغوري، نو یوازینۍ لار يې تعلیم او پوهنه ده.

فضل د ځینو ویاړلو مېرمنو یادونه وکړه چې زموږ تېر نسلونه هم د پوهي، جرئت او بیدارۍ پیغام درلود او اوسنی نسل هم باید د قلم پوهي او تعلیم له لارې خپل راتلونکی روښانه کړي.

د عبد الرحیمزیو د قوم مشر الحاج فضل الکریم فضل وايي: « موږ ډېرې محترمې او قهرمانې ښځې درلودې او داسې زامن یې و روزل لکه احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه. که په یوه کورنۍ کې تعلیم وي، هغه ښه اولاد روزلی شي؛ کله چې ښه اولاد و روزل شي، هغه بیا په ټولنه کې اصلاح راولي او بیا به دغسې مشکلات نه راځي. زموږ په ټولنه کې اکثریت مشکلات د نا پوهۍ له امله راځي.»

نوموړي دغه زیاته کړه، دې جرګې یو ځل بیا وښوده چې زموږ دودیزې جرګې لا هم کولی شي د کینې په ځای مینه او د شخړو پر ځای سوله خپره کړي.

بله خوا، د لغمان ولایتي چارواکو د قومي مشرانو د هڅو او نه ستړي کېدونکي منځګړیتوب ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې همدا د قومي مشرانو او ولسونو د یوالی برکت دی چې شخړې په سوله او نفرته په مینه او  ورورولۍ بدلیږي.

د لغمان والي بختیار معاذ وايي: « دا لړۍ اوس په ټول لغمان کې پيل شوې، په هره ولسوالۍ او کلي کې د بدبختیو او دښمنیو د حل لپاره زموږ مشران، علمای کرام او مخور کسان بوخت دي. دوی ته دنده سپارل شوې چې دا دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي.»

په دې جرګه کې د ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو په شمول، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ ولسوال او د امربالمعروف، نهې عن منکر مسوولینو هم ګډون کړی وو او په خپل وار سره يې غونډې ته خبري وکړي.

جرګه د افغانانو له پخوانیو او منل شویو دودونو څخه ده چې د شخړو د حل، روغې جوړي او ټولنېز تفاهم لپاره کارول کېږي.

له کلونو راهیسې قومي مشران، دیني عالمان او مخور د جرګو له لارې د کورنیو، کلیو او حتی قومونو تر منځ ستونزې حلوي او هڅه کوي چې دښنمۍ په اتفاق او ورورولۍ بدلې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist