Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: ملګري ملتونه باید د افغانستان نوی دولت پر رسمیت وپیژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/21

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید کړی، خو چارې یې زیاتې اغیزمنې او کامیابې نه یادیږي او یو لامل یې هم د دوی له لوري د افغانستان په رسمیت نه پیژندل دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت او مرستې هغه مهال زیاتې اغیزمنې وي،چې دغه نړیواله اداره د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني.

دوی وايي، افغانستان باید  د نړۍ د نورو ملتونو په څیر له خپلو نړیوالو انساني حقوقو برخمن وي او ملګري ملتونه باید د افغان ولس پر دغه حق سترګې پټې نه کړي

د سیاسي چاررو کارپوه سید بلال هاشمي وايي:«  تر اوسه پورې چې د ملګرو ملتونو ماموریت په افغانستان کې دی او په ځانګړي ډول د بشري مرستو په برخه کې دا دومره اغیزمن اوکامیاب نه دی. علت یې دادی،چې دوی د افغانستان له حکومت سره خپل روابط نه ساتي او دخپلو خاص افرادو په وسله خپل پرګرامونه مخکې وړي. د دې لپاره،چې په افغانستان کې دملګرملتونو ماموریت او مرستې اغیزمنې تمامې شي، اړینه دا ده،چې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني.»

کارپوهان وايي، که ملګري ملتونه ځان انساني حقوقو ته ژمن بولي او افغانان هم ورته د نړۍ بشر ښکاري،نو د امریکا او نورو هېوادونو پرېکړو ته دې انتظار نه کاږي او په خپلواکه توګه دې اعلان کړي،چې د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت پيژني.

د دوی په باور که ملګري ملتونه دغه اعلان وکړي،ګڼ نور هېوادونه به هم له افغانستان سره مرستې ته را ودانګي،چې ورسره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

د سیاسي چارو کارپوه  سرور نیازی وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو مرستې او ماموریت یې د افغانستان لپاره ډېر اړین دی،خو ترڅنګ یې د ملګري ملتونه د افغانستان حکومت پر  رسمیت وپیژني، نور هېوادونه به هم له افغانانو سره مرستې ته راودانګي او په افغانستان کې چې کوم اقتصادي بحران په زیاتیدو دی، مخنیوی به یې وشي.»

له هغې وروسته چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام تمدید کړ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نیوکه پرې دا وه،چې له رسمیت پیژندنې پرته د ماموریت تمدید به بې اغیزې وي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist