Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزیر: د امنیت ټینګولو لپاره د هیچا مرستې ته اړتیا نه‌لرو؛ له ټولو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړو

ملي دفاع وزیر: د امنیت ټینګولو لپاره د هیچا مرستې ته اړتیا نه‌لرو؛ له ټولو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/16

د ملي دفاع وزیر وايي، چې په افغانستان کې د امنیت ټینګولو په برخه کې دوی د هیچا مرستې ته اړتیا نلري او د ګاونډ، سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

مولوي محمد یعقوب د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت، چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو له نېټې سره برابره ده، یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان او موجوده نظام لخوا هیڅ یو هېواد ته کوم ګواښ ندی متوجه او له نورو هم ورته نیت غواړي.  

نوموړي زیاته کړې، چې د تعامل دروازې یی ټولو هېوادونو او ان هغو ته، چې په افغانستان یی یرغل کړی او افغانان یی په نښه کړي؛ خلاصی دي او دوی ورسره د خپلو ملي ګټو په رڼا کې اړیکې غواړي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، «تاسو هم افغانان پرېږدئ، چې پر خپلو پښو ولاړ حکومت او نظام ولري. د یو څه وخت لپاره له دې ستونزو او مشکلاتو پرته ژوند وکړي. حتی زه هغو هېوادونو ته چې پر افغانستان یې یرغل کړی دی، دلته یې وحشتونه کړي دي، اشغال یې کړی، زموږ خلک یې شهیدان کړي دي؛ خو بیا هم خپلو ګټو او ملي منافعو ته په کتو هغوی ته هم دا پیغام لرو، چې موږ بیا هم غواړو له تاسو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولرو.»

ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي، چې د افغانستان موجوده نظام د هیڅ یو هېواد پر وړاندې کوم بد نیت نلري او دا هم غواړي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارولی شي.

نوموړي وړاندې په سیمه کې ځینو کړیو او هېوادونو ته د انتقاد ګوته نیولې او ویلي یې دي، چې همدا اوس هم یو شمیر استخباراتي کړۍ او هېوادونه شته، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي او دا هېواد یو غښتلی نظام ولري.

ده له خلکو غوښتي، چې ددغو مغرضو کړیو اهدافو ته په کتو دې، د مشکوکو کسانو او هېواد دښمنانانو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل، «تاسو ګورئ، چې ډېرې استخباراتي کړۍ او هېوادونه شته، چې هغوی نه‌غواړي افغانان ارامه پاتې شي. هغوی د افغانستان په ناامنۍ کې خپل امن ګوري. هغوی د افغانستان په کمزورۍ کې د خپل قوت او پیاوړتیا په لټه دي؛ نو داسې خلکو ته موقع مه‌ورکوئ، چې د پردیو موخو لپاره ستاسو امنیت اخلال کړي او ستاسو افغان وروڼه ووژني.»

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزې د نمانځغونډې پر مهال ویناوالو تېر شل کلن تجاوز ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغانانو د هیڅ راز یرغل او تېري پر وړاندې، چې په  هر نوم و، سر نه دی ټیټ کړی.

د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په خپلو خبرو کې د ځینو سیمه‌ییزو کړیو لخوا روانو شرارتونو ته اشاره وکړه او خبردارې یی ورکړ، چې افغانان دې نه ازمايي.

د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وویل، «پر افغانستان باندې هر ترسره شوی یرغل زموږ له ملامتیا او ګناه پرته پر موږ شوی. اوس هم موږ ټولو هېوادونو ته وایو؛ که هر هېواد او ځواک وي موږ ته دې ګواښ نه‌کوي، موږ ته دې بهانې او پلمې نه‌لټوي؛ ځکه چې زموږ ولس او خلکو د جهاد خوند څکلی.»

پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي شپږمه د ځمکې او هوا له لارې په افغانستان یرغل وکړ او په کابل کې یی د حفیظ الله امین رژیم نسکور او ببرک کارمل یی د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول او په دغو  کلونو کې سرو لښکرو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل او د خپلو ځواکونو دغو تلفاتو ته په کتو؛ د ۱۳۶۶ لمریز کال د سلواغې په ۲۶ نیټه له افغانستان څخه ووتل.  

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist