Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت له خوا  د ښوونځیو بیا پیل هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/21

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت هغه اعلان هرکلی کړی  دی، چې پر بنسټ یې د افغانستان ټول ښوونځي د راتلونکې کال وري میاشتې پر درېیمه پیل کېږي.

د  یاد سازمان عمومي منشي انټونیوګوترس تمه کړې ده،چې اوس  د اسلامي امارت د شوې ژمنې د عملي کېدو وخت دی او د ټولو نجونو و هلکانو ښوونځي پرانېستل شي.

ګوترس زیاته کړې:« زه د طالبانو له خوا د هغه پلان د اعلان هرکلی کوم،چې پر بنسټ یې د مارچ پر دویشتمه نېټه د ټولو هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي پیل کېږي. دا پلان باید اوس عملي شي، د نجونو او هلکانو لپاره باید د ټولو ښوونځیو دروازې پرانېستل شي،چې زده کړو ته لاسرسی ولري.»

د اسلامي امارت پوهنې وزارت نشراتو مشر عزیز احمد ریان وايي، د ګرمسیرو ولایتونو ښوونځي په وږي میاشت کې پیل شوي او د پاتې ۲۴ سړو ولایتونو ښوونځي به هم د راتلونکوې کال وري میاشتې پر درېیمه نیټه پیل شي،چې له  دې سره به دا بهیر ټول افغانستان ته وغځیږي.

ریان له شمشاد سره په خبرو کې یادونه کړې،چې د نویو زده کوونکو د جذب برخه کې هم کوم محدودیت نه دی لګول شوی او په وینا یې دا بهیر پیل شوی دی.

ریان زیاتوي:« د هېواد په ۲۴ سړو ولایتونو کې بله د حمل په درېیمه ښوونځي پیل کېږي او په ګرمسیرو ولایتونو کې بیا ښوونځي په سنبلې میاشت کې پیل شوي دي. دې سره به په ټول افغانستان کې نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي،خو نجونې به جلا وي او هلکان جلا، په کومو ښوونځیو کې چې د تعمیر ستونزه ده،هلته به وختونو جلا کیږي او د نجونو لپاره به ښځینه استادانې وي. استادان به حجاب مراعت کوي او د جذب پروسه هم روانه ده. د  زده کوونو هیڅ محدودیت نشته  دی،په اعظمي کچه شاګردان جذب کیږي. د کتابونو برخه کې له درې هېوادونو سره هوکړه شوې او ټول چې چاپ شي، نو په ۲۹ ولایتونو کې به موږ د کتابونو کمښت ستونزه ونه لرو.» 

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي،چې له اسلامي امارته د رسمیت پیژندنې برخه کې د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه د نجونو ښوونځیو پیل و،چې دا اقدام به  دوی رسمیت پیژندنې ته لا نږدې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي:« له طالبانو د نړېوالې ټولنې یوه غوښتنه دا وه،چې باید په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. د طالبانو دا اقدام له دوی سره به  مرسته وکړي،چې د رسمیت پیژندنې پر لور لاړ شي او دا یې مثبت ګام دی.»

د پوهنې وزارت ټینګار کړی دی،چې د نجونو او هلکانو درسي وختونه به جلا وي، نجونو ته به ښځینه ښوونکې زده کړه ورکوي او ټول ښوونکي به د شرعي حجاب په مراعت کولو سره دندو ته ځي.

د هېواد پر کچه د هلکانو ښوونځي تېر کال پیل شوي و،خو نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکول کېده،چې له دې وروسته به د ټولو کچو ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist