Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 ملګري ملتونه د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې د  افغانستان په اړه ناسته جوړوٍي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/17

ټاکل شوې ده،چې ملګري ملتونه د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه دافغانستان په تړاو ځانګړې او مهمه ناسته جوړه کړي.

  دغه ناسته چې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو راټولولو په موخه جوړېږي، دافغانستان لپاره به ‌په ‌کې د څه باندې څلور میلیارده ډالرو بسپنې غوښتنه وشي.

ګڼ شمیر هیوادونو له وړاندې له افغانستان سره  د مرستې ژمنه کړې ده،چې  په دغه ناسته کې به یې اعلان کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، د ملګرو ملتونو دغه ناسته په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان په نړیواله سیاسي انزوا کې دی، له رسمیت پیژندنې سره هم مرسته کوي.

ځلاند زیاته کړه:« په ۳۱ د مارچ ب په ملګرو ملتونو کې مهمې غونډې کیږي، یوه هم د بشري مرستو او د افغانستان  د ثبات او ټیکاو لپاره بسپنې راټولیږي او کیدای شي، تر ۹ میلیارده ډالرو پورې مرستې وغوښتل شي او په دې برخه کې ګڼ هېوادونه وار دمخه ژمن دي او دا د افغانستان لپاره په اسنیو سختو شرایطو کې یوه تاریخي شیبه ګڼل کیږي.»

خوځینې بیا په دې باور دي،چې د نړیوال مشروعیت لپاره ډېر داسې کارونه شته دی،چې پر کور دننه باید ترسره شي.

پخوانۍ افغان دیپلوماته شکریه بارکزۍ وايي، د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو ښه نیت به په دې مانا نه وي،چې دومره ژر دې افغانستان پر رسمیت وپیژندل شي.

بارکزۍ زیاته کړه:« د ښځو حقونو په هلکه او د افغانستان د خلکو د ابتدایي حقونو په هلکه باندې هم سر بیره پردې چې د داخلي مشروعیت ترلاسه  کولو لپاره لارې چارې باید ولټول شي دا د بهرني مشروعیت لپاره هم یو مورد دی، دا چې نړیوال غواړي،د بشري مرستو په هلکه باندې خپل ښه نیت وښي او همکاري وکړي، دا به په دې مانا  نه وي، چې دوی غواړي طالبان په اوسنیو شرایطو سره په مشروعیت وپیژني.»

یو نظر داهم دی،هغه ناستې چې د افغانستان په تړاو کیږي،که د اسلاميامارت استازی په کې نه وي، افغانستان ته یې ګټه نه رسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا به هغه مهال یوې پایلې ته ورسیږي،چې د اسلامي امارت یو استازی په دې ناسته کې شتون ولري،تر نن پورې هره ناسته چې د افغانستان په هکله ترسره شوې ده،پرته له کومې پایلې پایته رسیدلې ده. ولې چې په هغو غونډو کې د طالبانو استازو شتون نه درلود.»

دا لومړی ځل دی،چې ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد لپاره د دومره زیاتې مرستې راټولولو غوښتنه کیږي، کتونکي په دې باور دي،چې د دې مرستو په رارسیدو سره په افغانستان کې د بشري ناروین مخه ونیول شي او د خلکو داقتصاد څرخ به په حرکت راولي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist