Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

په افغانستان کې د تېرې جګړې په اړه د پاکستان دفاع وزير وروستۍ څرګندونې د ځينو پخوانیو امريکايي ډېپلوماټانو له تند غبرګون سره مخ شو.

خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته ويلي چې په افغانستان کې د امريکا له جګړې سره د پاکستان همکاري يوازې او يوازې د پیسو ترلاسه کولو لپاره وه ، نه د دین او اسلامي ارزښتونو لپاره.

نوموړي له دې امله چې پاکستان په کې خپله ګټه ترلاسه کوله، ياده جګړه یې کرايي بللې ده. خو پخوانی امريکايي ډېپلومات زلمی خليلزاد پاکستان په دې جګړه کې پر دوه مخي توب تورنوي او وايي، پاکستان له امريکا سره پر همکارۍ سربېره د واشنګټن له مخالف لوري سره هم همکاري کوله.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د پوښتنې په توګه ويلي، ايا پاکستان د يادو همکاريو له لارې د چا موخې تعقيبولې؟

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي دغه راز ویلي: « ایا اسټبلېشمنټ دا دوه مخې لوبه د دې لپاره کوله چې له متحده ایالاتو سره یوځای له بل ځواکه یې هم کرایه اخیسته؟ او ایا اصف به ځواب ورکړي چې د پاکستان اسټبلېشمنټ د متحده ایالاتو پر وړاندې د جګړه کوونکو ملاتړ د څه لپاره کاوه او چا یې ملاتړ کاوه؟»

شنونکي هم د تل په څېر د افغانستان په قضيه پاکستان پر دوه مخي توب تورنوي او زياتوي، د ورته دوه مخو پالیسیو له لارې غواړي خپلې لنډمهالې ګټې او اهداف تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي ډېره پېچلې او متضاده ده. پاکستان له یوې خوا د افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې ساتي، د سیمې اتصال، د قطر، ترکیې او عربستان په منځګړیتوب خبرې او مذاکرات غواړي، له بلې خوا د خپلو داخلي ستونزو ګوته افغانستان ته نیسي، د ټي‌ټي‌پي، بلوڅ آزادي غوښتونکو او داعش ډلې د بریدونو په غچ کې پر افغانستان بریدونه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا ټول هسې تبلیغات دي. خلیلزاد هم د ځان مطرح کولو لپاره دا خبرې کوي او پاکستان هم د نویو پروژو نیولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي. دا ټولې لوبې دي او په دې باندې باور کول لویه تېروتنه ده.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېر کال له سکای نيوز سره هم په مرکه کې منلې وه چې هېواد یې له درېيو لسیزو راهیسې د امريکا او لوېدیځو هېوادونو د خوښ ساتلو او د هغوی د اهدافو تر لاسه کولو لپاره د افغانستان په جګړو کې ښکېل و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist