Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د افغانستان په اړه د ازبېکستان پالیسي مثبته او پر ښه نیت ولاړه ده

متقي: د افغانستان په اړه د ازبېکستان پالیسي مثبته او پر ښه نیت ولاړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ازبېکستان هېواد د مرکزي اسیا نړیوال انسټیټیوټ له رییس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار په مشرۍ راغلي پلاوي سره په کتنه کې هیله څرګنده کړې چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې به د کابل او تاشکند ترمنځ دوه ‌اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغو اړیکو او دوه ‌اړخیز تفاهم د زیاتوالي او ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې د څېړنیزو مرکزونو رول خورا مهم دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل  وايي: « په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لا پياوړتيا او سیمه‌ییزو مسایلو په تړاو بحث وشو. د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې ازبېکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري او موږ هیله‌من یو چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې دوه‌ اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.»

بهرنیو چارو وزارت دغه راز وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمه‌ییزو مسایلو هم بحث شوی.

د مسوولینو په خبره، د افغانستان او ازبېکستاني چارواکو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شوي چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.

د چارو څارونکي هم وایي چې ازبېکستان د تاریخ په اوږد کې تل هڅه کړې چې له افغانستان سره مثبتې او نږدې اړېکې وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « دېته په کتو د دوی هم ګټې دي او زموږ هم؛ ځکه دوی هم په وچه پورې تړلی هېواد دی او موږ هم. که چېرې دواړه هېوادونه له یوبل سره اړیکې پیاوړې کړي، ښايي دواړه لوري په خپله اندازه ګټه وکړي.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « له ۱۹۹۰ کاله وروسته د منځنۍ آسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبېکستان غواړي چې جنوبي آسیا ته ځان ورسوي او بیا د ګرمو اوبو له لارې تر فارس خلیج او عرب خلیج پورې سوداګري ولري. دوی د دې کار لپاره د افغانستان لارو ته اړتیا لري او له همدې امله د اړیکو جوړولو ته کار کوي او دا اړیکې د افغانستان په ګټه هم دي.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز د ازبېکستان مرکزي اسیا د نړیوال انسټیټيوټ ریيس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار په مشرۍ راغلي پلاوي له قوله راغلي چې نوموړي په افغانستان کې اوسنی ثبات او پرمختګونو ستايلي دي.

جولان وهابوف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت لیدلوري د پالیسۍ له کبله دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله د پام ‌وړ زیاته شوې او هیله شته چې لا نوره زیاته شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونه ځانګړی ارزښت لري. په دوی کې ازبېکستان ځکه هم دی چې له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې تر نورو ښې دي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره ازبېکستان تل هڅه کړې چې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي ډګر کې نږدې او رغنده اړیکې وپالي. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ارزښت نږدې درې میلیارد ډالرو ته پورته شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist