Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د اریوب ځاځیو ولسوالۍ له یوه کلي تېرو درېیو میاشتو کې۸۰ ځوانان د اروپا په نیت له کورونو وتلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/16

په سوېل کې د پکتیا ولایت لیرې پرتې اریوب ځاځیو ولسوالۍ لر لیونیو کلی،چیرې چې شااوخوا سل کورنۍ په کې ژوند کوي، تیرو درېیو میاشتو کې ترې ۸۰ ځوانان په خطرناکو لارو د اروپا  په نیت له کورونو وتلي دي.

د یاد کلي اوسېدونکي وایي، دغه لسګونه ځوانان د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د رامنځته شوې بې روزګارۍ له کبله له کورونو وتلي،چې کم شمیر یې رسیدلي او پاتې یې ایران او ترکیه کې دي.

د لر لیونیو کلي یو تن  اوسېدونکی وايي:«  زموږ کلي کې شااوخوا تر سلو کورنۍ اوسېږي. له دغه کلي تیرو  درېیو  میاشتو کې تر ۸۰ ځوانان اروپایي هېوادونو په تکل له کورونو وتلي دي.»

د لر لیونیو کلي یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له دغو ځوانانو کم شمیر یې اروپا ته رسیدلي دي. پاتې یې ایران،ترکیه او ځنیو نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.»

د لرلیونیو کلي اوسیدونکی سید ګل بیا وايي، دوه وروڼه یې ترکیې، ایران او یو شمیر نورو هېوادونو کې له سختیو ګاللو وروسته اروپا ته رسیدلي دي.

سیدګل  زیاتوي:«  دوی خو په لاره کې ډېر ستونزې ولېدې. ایران،ترکیه او ان پر لاره له غلو سره هم مخ شول. وهل،ټکول او ډېرې ستونزې یې ورغملې،خو اوس رسیدلي دي.»

د لرلیونیو کلي یو بل اوسیدونکی نعمت الله اروپا ته د درېیو وروڼو د تګ او پر لاره پرې د تیر شویو ستونزو کیسه کوي:« کوم ځوانان،چې له دغه کلي د اروپا په تکل له کورونو وتلي دي، درې یې زما وروڼه دي.یو یې مخکې رسیدلی، دوه اوس تللي دي. ډېرې ستونزې یې پر لاره ولیدې خو اوس شکر ټول رسیدلي دي.»

د هیواد د نورو سیمو پر څېر د دغه کلي ډېری ځوانان د بې روزګارۍ له کبله د اروپا په سفر وتلي دي.

د لر لیونیو کلي اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې پر کور دننه دې کاري فرصتونه رامنځته او په دې ډول دې بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو له تګ مخنیوی وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist