Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت ځینو هېوادونو کې د افغانستان فرهنګي اتشې لرې او پرځای یې نوي کسان ګومارلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/16

 واک ته د اسلامي امارت له  رسیدو تراوسه پورې هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه دی پيژندلی،خو اسلامي امارت په نهو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو فرهنګي اتشې بدلې کړې او پرځای یې نوي کسان ګومارلي دي.

 

د بهرنیو چارو وزارت  کې د درېیم ریاست مشرر ذاکر جلالي وايي،په ټوله نړۍ کې د افغانستان له لسګونو سفارتونو او نورو سیاسي استازولیو سره عادي اړیکې لري، مېشت افغان ډیپلوماتان بهرنیو چارو وزارت ته خپل کاري ریپوټونه وړاندې کوي او د چارو د ښه سمبالښت په موخه د وزارت له لوري ورته  لارښوونې هم کېږي.

جلالي  زیاتوي:« د افغانستان اسلامي امارت له هېواده بهر د افغانستان له لسګونو  سفارتونو سیاسي نماینده ګیو او کونسلګریو سره په عادي ډول رسمي اړیکې لري. سیاسي نماینده ګي خپل راپورونه بهرنیو چارو وزارت ته رالیږي او په مقابل کې له بهرنیو چارو وزارته هدایات اخلي. په وروستیو کې چې په ځینو سفارتونو کې ځینې فرهنګي اتشې بدلې شوي دي دا د یو لوزوم دید پر اساس شوي دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، په یو شمیر هېوادونو کې د افغانستان نوي نظام له لوري د دویمې کچې ډیپلوماتانو بدلون د دې ښکاروندوي کوي،چې دغه هېوادونه له اسلامي امارت سره ډیپلوماتیکې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« اوس اسلامي امارت په ډېروهېوادونو کې خپل ډیپلوماتان ګومارلي.د بیلګې په ډول ایران، پاکستان،دوحه  چین او ان روسیه کې هم خپل یو استازی یې ګومارلی دی. د دې مانا داده،چې په دویمه سطحه له اسلامي امارت سره اړیکې قابل دپزیرش دي.»

له افغانستان سره د نړۍ په اوسني دیپلوماتیک چلن نیوکې دادي،چې د نړۍ اوسنۍ سیاسي اړیکې له افغانستان سره د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو او نرمونو خلاف دي او باید بدلون ورکړي .

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، نړۍ داحق نه لري،هغه کسان په  سفارتونو کې وساتي،چې ځانونه د افغانستان اوسني حکومت استازي نه بولي او د داسې یوه حکومت استازیتوب کې کوي،چې اوس له منځه تللی دی.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« په سیاسي اړیکو کې،چې کوم چلن د نړۍ له لوري افغانستان سره کېږي، دا اصلآ له ډيپلوماتیکو اصلو او نرمونو خلاف ورزي ده، چې دوي یې کوي،ځکه دوي دا حق نه لري،هغه کسان په سفارتونو کې وساتي،چې د مرکزي حکومت نماینده ګي نه کوي. دوی د پخواني حکومت هغه چې نور په افغانستان کې نشته دی، استازي دي.»

له تېرو اووه میاشتو راپدېخوا له اوسني افغانستان سره چې اسلامي ‌امارت پرې واکمني لري، یو شمېر هېوادونو له کابل سره سیاسي اړیکې پرې کړي،خو ګڼو هېوادونو او اروپايي ټولنې بیا په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیستې دي.

افغانستان په شااوخوا پنځوسو هیوادونو کې سفارتونه لري،خو په امریکا کې هغه مهال د افغانستان سفارت وتړل شو،چې واشنګټن د کابل سفارت پر ډیپلوماتانو مالي محدودیتونه وضع کړل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist