Skip to content
ملګرو ملتونو یوځل بیا په افغانستان کې د روان بشري او له فقر سره د مخامخ وګړو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، په دې هېواد کې د تېر کال پرتله د لوږې کچه لوړه شوې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له سختې لوږې سره د مخ افغانانو شمېر ۲۳ میلیونه ته پورته شوی دی،چې د تېر کال پرتله نهه میلیونه زیاتوالی ښیي.
الاکبروف ویلي، دا مهال ۹۵ سلنه خلک په کافي اندازه خواړه نهشي خوړلی، په داسې حال کې چې دا شمېرې په هغو کورنیو کې سلو ته رسیږي،چې سرپرستي یې د ښځو لخوا کیږي.
الاکبروف هېواد کې روان مالي او اقتصادي ناورین له نورو هغو لاملونو یادوي،چې خلک یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي.
الاکبروف زیاتوي:«په داسې حال کې چې افغانستان کې سختې وچکالۍ د کرنیزو محصولاتو کچه ټیټه کړې ده، بانکي او مالي ناورینونو ۸۰ سلنه خلک دې ته اړ کړي دي، چې لوی پورونه واخلي. د خوړو او تېلو په بیو کې لوړوالی نورې هغه ستونزې دي،چې افغانان ورسره مخ دي. دا د ستونزو پای نه ده،بلکې نورې ستونزې هم په لاره دي.»
په ورته وخت کې الاکبروف وايي، د افغانانو ناسم او لږ خواړه د دې سبب شوي،چې د ماشومانو مړینه زیاته او د لویانو په ذهني او فزیکي روغتیا کې کمزورتیا راشي.
رامز الاکبروف د خوارځواکۍ په تړاو هم ویلي، د هېواد ۲۸ ولایتونو ته غځیدلې او دا مهال درې نیم میلیونه افغان ماشومان تغذیوي درملنې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې:« اوس مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تغذیوي درملنې ۲۵۰۰مرکزونه فعال دي. د تېر کال اګست میاشتې راهیسې په کلیو او ښارونو کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ۸۰۰ زره وه، چې روان کال کې به ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ته ورسیږي.»
رامز الاکبروف په افغانستان کې د روان ناورین مهار او د نورو وګړو د ژوند ژغورلو لپاره غوښتنه کړې ده، چې د پیل شویو مرستو کچه دې لوړه شي.
هغه ویلي،که څه هم بشري مرستې د ستونزې اصلي حل نه دی،خو یادوونه یې کړې،چې دا مرستې لږ تر لږه د خلکو ژوند ژغورلی شي.
دا خبرې داسې مهال کېږي، چې ملګري ملتونه، بریتانیا، جرمني او قطر د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه د افغانستان بشري ناورین په تړاو ځانګړی کنفرانس جوړوي.