Skip to content
د کندهار ولایت خاکرېز والسوالۍ اړوند لالک او زرک سیمه کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۳ مه» یوه اوه کلنه ماشومه ۸۰ متره ژورې د برمې څاه ته لوېدلې
ده.
ځايي چارواکي وايي، د مسلکي کسانو په ګډون هلته رسېدلي دي او د ماشومې د ژغورنې هڅي رواني دي.
د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان، د خاکرېز ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان هم ورغلي او له څاه د الازو د را اېستلو هڅې کوي.
مسوولین وايي، د ښار څخه امبولانس او د اکسېجن ډبې هم په چټکۍ ور رسېدلي دي.