Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالب چارواکو او ځواکونو ته د هبت الله سپارښتنې:له قومي او ژبني تمایلاتو ډډه وکړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/15

د افغانستان اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د سرپرست حکومت چارواکو او ځواکونو ته یو لړ نوې لارښوونې  کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د اسلامي امارت مشرتابه ملا هیبت الله اخوند، هغه سپارښتنې خپرې کړي، چې په کې د سرپرست حکومت له چارواکو او ځواکونو غوښتل شوي، چې تقوا اختیار کړي، په چارو کې له انصاف کار واخلي، د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او له قومي او ژبني تمایلاتو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د مشرتابه سپارښتنې:«خپل ځوریدلي ولس سره احسان وکړئ، له کبر، غرور، ظلم او خیانته ځان وساتئ، له  قوم پالنې، سمت او ژب پالنې او انډیوال پرستۍ په کلکه پرهیز وکړئ.»

دغو سپارښتو کې په خپلمنځونو کې په اعتماد جوړونې او یووالي هم  ټینګار شوی دی.

په ورته مهال د اسلامي امارت مشرتابه ځینې ګومارنې هم کړي دي،چې ملا فیض الله اخوند د ملي سټنډرډ ادارې د سرپرست په توګه،مفتي محمد حامد د دغې ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه او مولوي عطاءالله فرید د دغې ادارې د اداري او مالي مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.

د اسلامي امارت مشرتابه له لورې نوې ګومارنې:« د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال، عبدالباري عمر د غذا او درملو ادارې د سرپرست په توګه. مولوي عبدالکریم د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه، عبدالرحیم ثاقب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه، مولوي نورالدین د ټولګټو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، ګمارل شوي دي.»

دغه راز یو لوړ نورې ګومارنې هم شوي، چې دا د سرپرستې کابینې د بشپړولو د لړۍ په دوام دي.

په وروستیو کې اسلامي امارت تخصص ته هم پام کړی،خو ټینګار دادی،چې سکټوری وزارتونه او معینیتونه دې په کار پوه، باتجربه او متخصصو کسانو ته ورکړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist