Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(یو‌این‌ایچ‌سي‌آر) هلمندکې د جاپان خلکو په مالي ملاتړ د ٤٨ میلیونه افغانیو په لګښت، دوو ښوونځيو ته نوې جوړې کړې ودانۍګټه اخستنې ته وسپارې. مسوولین وايي، دغه ودانۍ د ٣٢٠٠ تنو زده کونکو ظرفیت لري.

د هلمند پوهنې ریاست ویاند احسان الله الهام وايي: « دا دوې ودانۍ چې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په بست کلا ښاري سیمه او دغه راز د ښوونکو په بلاکونو کې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې، په کې د څښاک اوبه، ټولګي، اداري خونې، لابراتوار او نور اړین ځایونه شامل دي.»

د ښوونځي مدیر لطیف الله سلطاني وايي: « د دغو ودانیو له جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې هوارې شوې دي. زموږ زده کوونکي به په خېمو کې وو او یا د سړک غاړې ته. د موټرو د غږونو له امله ما د تدریس پرمهال د زده کوونکو غږ نه اورېده او نه هم دوی زما غږ اورېده. اوس په ټولګیو کې لوست کوي او ټولې سونزې هوارې شوې دي.»

د یادو ښوونځیو ښوونکي او زده کونکي خوښ دي چې لپاره یې ودانۍ جوړې شوې. د دوی په خبره، وړاندي له دې یې ترخېمو لاندې د ژمي په سړه او د دوبي په توده هوا کې زده کړې کولې چې له امله یې ډېری زده کونکي ښوونځیو ته نه حاضرېدل، خو د ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړېدو سره یې د زده کونکو شمېر زیات شوی.

د یوه ښوونځي ښوونکی د لا ډېرو ښوونکو او تدریسي موادو غوښتنه کوي.

ښوونکی محمد داود وايي: « موږ ته باید تدریسي مواد لکه کتابونه په وخت را ورسېږي. موږ د لابراتوار مواد هم نه لرو.»

زده کوونکی سهیل احمد وايي: « موږ اوس په دې ټولګیو کې ډېر هوسا یو، خو کتابونه او کتابچې نه لرو.»

د سیمې اوسېدونکي د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدل د پوهې زیاتوالي اوپرمختګ په لورګام بولي او د لا زیاتو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالحق حقمل وايي: « دا چې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه، موږ ډېر ورته خوشاله یو. له دې وړاندې زموږ اولادونه په سړه او توده هوا کې سخت له ستونزو سره مخ وو. موږ غوښتنه کوو چې نورو ښوونځيو ته هم دا ډول عصري ودانۍ جوړې شي.»

د پوهني ریاست د معلوماتوله مخې، روان کال د دغو دوو ښونځیو په ګډون د هلمند ولایت په شمالي او سوېلي ولسوالیو کې٢٢ بابه ښوونځیوته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist