وکیلانو د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړه.
ولسي جرګې د دیارلس سوه اته نویم مالي کال بودجه د رایو په اکثریت تصویب کړه .
ځینو وکیلانو نیوکه درلوده چې په بودجه کې انډول په پام کې نه دی نیول شوی او رایه یې ور نه کړه .
د دیارلس سوه اته نویم مالي کال بودجه له درې سوه نهه نوي ملیاردو افغانیو زیاته ده چې دوه سوه پنځه اویا ملیارده یې عادي او نوره پراختیايي ده .
ددیارلس سوه اته نویم مالي کال بودجه دولسي جرګې دتصویب لپاره د جرګې عمومي غونډې ته راوړل شوې خو ځینې وکیلان یې مخالف وو .
مخالف وکیلان وايي په دغه بودجه کې د ولایتونو ترمنځ متوازن انکشاف ته پام نه دی شوی او داسې بودجه ورته د منلو نه ده .
خو سره د دغو ټولو مخالفتونو بیا هم د ولسي جرګې اکثریت غړو بودجې ته رایه ورکړه او تصویب یې کړه .
دیارلس سوه اته نویم مالي کال بودیجه څه باندې درې سوه نهه نوي ملیارده افغانۍ ده چې دوه سوه پنځه اویا ملیارده یې عادي او یوسلو څلورویشت ملیاده یې پراختیايي بودیجه ده .
ددغې بودیجې ډيره برخه په بهرنیو مرستو ولاړه ده چې کسر یې له نهه سلنې زیات دی .
د روان مالي کال د ټولې بودیجې یولس سلنه د افغانستان له خالصو عوایدو تمویلیږي .
په تیره یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې ولسي جرګه په خپل لومړۍ غونډه کې بودجې ته رایه ورکوي او ورته د منلو ده .