Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، پاکستان د داعش ډلې هغو غړیو ته روزنیز کمپونه جوړ کړي او د افغانستان په ضد یې کاروي چې له دې وړاندې په افغانستان کې د اسلامي امارت د اقداماتو په پایله کې مات او پاکستان ته تښتېدلي وو.

زلمي خلیلزاد له یوه هندي ټلویزیوني چینل(NDTV) ته ویلي، د اسلام اباد تګلاره پېچلې ده او هغه مهال چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې وو، اسلام اباد هم دوی ته اکمالاتي لارې پرانستې وی او هم یې هغه خلک ساتل چې د امریکایاتو او ناټو پر ضد جنګېدل. 

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: « طالبان او داعش هغه  مهال هم له یو بل سره جنګېدل چې زموږ ځواکونه په افغانستان کې وو؛ اوس چې طالبانو واک ترلاسه کړی، دوی د داعش ډلې په خلاف اقدامات لا زیات کړي او په پایله کې د دې ډلې زیات شمېر غړي پاکستان ته تښتیدلي. البته پاکستان د داعش ډلې دغو غړو ته کمپونه پرانستي او له هغو نه د افغانستان پر ضد کار اخلي.»

د خلیلزاد له خوا دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځینو غړیو هېوادونو په افغانستان کې د داعش ډلې پر موجودیت او فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا، چین او پاکستان استازو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، دا ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له هغه ځایه سیمه او نړۍ ګواښي.

خو اسلامي امارت بیا دا ادعا یوځل بیا په کلکه رد کړه او هغه یې په امنیت شورا کې د دوی له نه موجودیت څخه د ځینو هېوادونو چې د افغانستان د حالاتو په اړه تبلیغات کوي، ناوړه ګټه پورته کول وبلل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح اله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په خبرو کې وايي، داعش ډله له افغانستان څخه بهر ده او نړیوالو ته په کار ده چې دا ډله په ګاونډیو هېوادونو کې ولټوي، خو ښاغلي مجاهد د کوم هېواد نوم وانخست.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « متأسفانه د ملګرو ملتونو په غونډو کې افغانستان حضور نه لري. ځینې هېوادونه او ځینې کړۍ هلته منفي تبلیغات کوي او ناسم معلومات ورکوي او دا طبیعي خبره ده چې د غونډې پر فضا اغېز وکړي. واقعیت دا دی چې افغانستان امن دی، ثبات لري، غښتلي امنیتي ځواکونه لري او د افغانستان ټوله خاوره یې تر کنټرول لاندې ده. دلته خپلسرې ډلې وجود نه لري او د داعش پدیده هم د افغانستان له جغرافیې وتلې ده، خو له بده مرغه په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې دوی ته پناه ورکول او کاروبار روان دی.»

په ورته وخت کې یو شمیر کتونکي بیا په پاکستان کې روانې ناامنۍ خپله د اسلام اباد زېږنده بولي او وايي، اسلام اباد هڅه کوي په دې ډول افغانستان په سیمه کې منزوي کړي.

که څه هم دوی تر یوه بریده د انتقاد ګوته لوېدیځې نړۍ ته نیسي او وايي، دوی ښه پوهیږي چې په سیمه کې فعالې ټولې ترورستي ډلې د پاکستان له ملاتړ برخمنې دي.

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ له پاکستانه د خطر احساس کوو. دا هېواد د داعش او القاعدې پټنځای دی. همدا اوس چې په پاکستان کې کومې نا امنۍ روانې دي، دا خپله د پاکستان د حکومت او پوځ په اشارو کېږي، ترڅو د ملامتۍ ګوته افغانستان ته ونیسي او پر نړۍ یې تحریم کړي. تر ټولو لویه جفا د نړۍ هېوادونه کوي؛ هغوی ښه ویني چې داعش په پاکستان دی او د القاعدې مشر هم هلته ووژل شو، خو دوی یې پر وړاندې عکس العمل نه ښيي.»

ځینې نور شنونکي بیا د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستايي او وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې هم د داعش پر ضد د مبارزې ډول وهل شوی و او د دې مبارزې لپاره د نړیوالو ملاتړهم جلب کړای شوی و، خو دوی ونه کړای شول چې دا ډله وځپي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « اسلامي امارت د داعش پر وړاندې داسې مبارزه وکړه چې په سیمه کې د دې پدیدې له جوړېدو راهیسې چا نه وه کړې. جمهوریت د داعش په ځپلو کې مطلق بریالی نه و، خو اوس اسلامي امارت په دې برخه کې بریالی او د ستاینې وړ دی.»

د چارو ډېری کتونکي په دې باور دي چې پاکستان په نړیوالو دريځونو د افغانستان له غیابت ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې د افغانستان حالات هغه ډول ترسیم کړي چې اسلام اباد یې غواړي. دوی سپارښتنه کوي چې اسلامي امارت باید ملګري ملتونه قانع کړي چې لږ تر لږه د افغانستان په اړه په نړیواله کچه په بحثونو کې افغانستان استازي وروبولي، ترڅو د حالاتو په اړه ریښتینی انځور واخستلای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist