Skip to content
د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر فلیپو ګراندي ویلي، د اوکراین کړکېچ له امله باید افغانستان هېر نه شي.
ګراندي پر خپله فېسبوپاڼه لیکلي، د انتالیا د دیپلوماسۍ فورم ټولو برخه والو هوکړه کړې ده،چې د اوکراین په خاطر باید افغانستان ته شاه وانړول شي.
ملګري ملتونه وايي، اوس مهال شاااوخوا ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته مهال د ژغورنې نړیوالې کمېټې بیا ویلي، په اوکراین کې له سختې جګړې او د څه باندې دوه نیم میلیونو خلکو له کډوال کېدو سره سره نړۍ باید د افغانستان پر کړکېچ سترګې پټې نه کړي او له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړل شي.