Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې حلبي سازان وايي، صنعت یې ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې دی او په دې بریالي شوي چې د ولایت په کچه د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

د دوی په خبره، په کورنیو تولیداتو د خلکو باور مخ په زیاتېدو دی او له همدې امله اړتیا ده حکومت په صنعتي پارک کې مناسب ځای او نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

حلبي ساز  ولي محمد وايي: « د حلبي جوړولو په کار کې لومړی کابل دی او دویم نمبر کې پکتیا راځي.»

حلبي ساز  سید احمد شاه وايي: « ډېری داسې توکي شته چې موږ یې اوس دلته جوړوو، خو پخوا له پاکستان څخه راتلل.»

د ګردېز اوسېدونکی احمد جان وايي: « دلته دا وطني بخارۍ، صندوقونه، کندوان او نور ښه په لوړ کیفیت جوړېږي. له خلکو غوښتنه کوو چې دا توکي وپېري.»

اخوا بیا د ګردېز ښاروالۍ چارواکي وايي، دوی په ګردېز ښار کې د حلبي سازانو ترڅنګ د نورو کسبګرو لپاره د فعالیت ځانګړي مارکېټونه او ساحې ټاکلې دي، ترڅو د دوی صنعت وده وکړي.

د دوی په خبره، د صنعتي فعالیتونو په پراخېدو سره به د بې روزګارۍ کچه هم ټیټه شي. 

د ګردېز ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر محمد صابر ابن الصدیق وايي: « له تحولاتو وړاندې د ګردېز ښار په ساحه کې ګڼو صنفونو فعالیت درلود، خو د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ دا صنفونه له ښار بهر انتقال شول. د دوی په انتقال سره ښاري نظم هم برابر  او د لوړې کرایې مخنیوی وشو.»

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت له غوړېدو سره پر کورنیو تولیداتو  د خلکو  باور زیاتېدو ترڅنګ، سلګونو ځوانانو ته د کار فرصتونه هم برابر شوي دي.

د دې برخې صنعتکاران باور لري چې که ملاتړ یې وشي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي، د همدې صنعت په مرسته د کورنیو تولیداتو له لارې د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist