Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: کمزوری او بې ثباته افغانستان د هېچ چا پر ګټه نه دی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/13

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي  د شنبې پر ورځ « د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۱ مه » د ترکیه کې د  انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ناسته کې د وینا پر مهال و د ډیپلوماسۍ په اوسني تعریف کې خلل یاد کړی، چې د جګړو د رامنځته کولو تودولو لپاره کاریدلی او په خبره یې په کار ده، چې اوسني تعریف ته مخلصانه کتنه وشي او ډيپلوماسي د جګړو د مخنیوي په هدف وکاریږي.

متقي زیاته کړه:« موږ پر دې باور یو،چې ډیپلوماسي باید یوازې د کمزورو اړتیا نه، بلکې د لویو قدرتونو اړتیا هم وي. د وسله وال یرغل پر وړاندې وسله وال مقاومت زموږ مسوولیت او مجبوریت وه. خو سره له دې چې امریکا په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې خبرو ته حاضره شوه، تماسونه مو پيل شول او د مخلصانه ډیپلوماسۍ لاره مو ونیوله،چې پایله یې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹ مه تړون وشو. د تړون له مخې، له افغانستانه بهرني ځواکونه ووتل او نړۍ ته ډاډ ورکړل شو،چې د افغانستان خاوره به د چا پر خلاف نه کارول کېږي.» 

متقي وايي، کمزوری او بې ثباته افغانستان د هېچ چا پر ګټه نه دی او په خبره یې نړۍ ته په کار ده،چې د باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره مرسته وکړي.

متقي د انتالیا فورم ناستې پر ګډونوالو هم غږ وکړ،چې د کنګل شویو پیسو ازادولو او د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

 هغه زیاته کړه:« له څلورو لسیزو جګړو راوتلي هېواد په توګه د نړۍ له هېوادونو غواړو،چې له سیاسي پلوه باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا  افغانستان په جوړولو کې له موږ سره همکار شي او د افغانستان مرکزي بانک کنګل کړې شتمني په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونو لرې کولو کې مرسته وکړي.» 

متقي په ټینګار وویل، نه غواړي افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر ځای وي، بلکې غواړي، افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه او د ټرانزیټ لار وي.

د هغه په خبره داعش،چې د ناټو او امریکا په شمول لسګونه هېوادونه یې پر وړاندې ناکام ول، اوس یې فعالیتونه نه شته د ی.

متقي زیاتوي:« هغه افغانستان چې ۵۰ هېوادونه جمع امریکا او ناټو نه شوی کولای،چې هلته د داعش فعالیتونو مخه ونیسي،نن الحمد الله په افغانستان کې د داعش فعالیتونه له منځه تللي دي. له ۴۰ کالو وروسته پر افغانستان مرکزي واکمني ټېنګه شوې.» 

امیرخان متقي دغه راز  د دوحې هوکړې ته افغانستان ژمن یاد کړ او ټینګار یې وکړ،چې هیڅ سیاسي مهاجر نه لري او په خبره یې که، د افغانستان ملاتړ وشي، نو هیڅوک به نه اړ کیږي، چې د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان پریږدي او نورو هېوادونو ته ورشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist