Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د کډ امنیت تړون سازمان(CSTO) له منشي تالاتبېک مسادیکوف سره په ناسته کې ویلي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او د افغانستان پرمختګونه د دې سازمان لپاره لا هم د اساسي ستونزې په توګه مطرح دي.

لاوروف زیاته کړې، د دې سازمان غړي هېوادونه د منځنۍ اسیا امنیتي خطرونه او د افغانستان راتلونکی وضعیت ارزوي او په سیمه کې د احتمالي ناکراریو پراخېدو په اړه اندېښنه لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: « د ډله ییز امنیت تړون سازمان پر وړاندې پرتې ستونزې نوې ننګونې او ګواښونه دي چې زه یې د منځنۍ اسیا پر وضعیت پورې تړلي بولم او دغه راز دا چې په افغانستان کې څه راپېښېږي؟»

روسیه، ارمنستان، بېلاروس،قزاقستان، قرغېزستان او تاجیکستان د ډله ییز امنیت تړون غړي هېوادونه دي او هر غړي ته يې متوجې خطر، مشترک ګواښ بلل کېږي.

له دې سره هم‌مهاله، ځينو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت د سرګي لاوروف کلني مطبوعاتي کنفرانس ګڼې هغه پوښتنې او ځوابونه خپاره کړي چې په دې کنفرانس کې مطرح شوي وو.

په راپورونو کې راغلي، لاوروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا مسکو به د افغانستان او پاکستان یا پاکستان او هند ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي،  ویلي، روسیه دې کار ته لېوالتیا نه لري، خو د یادو هېوادونو د غوښتنې په شرط به همکارۍ ته چمتووالی وښيي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلی: « مسکو د دې هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب رول نه لوبوي، خو موږ تل همکارۍ ته تیار یو، ترڅو د دوی ترمنځ  اختلافات حل کړو؛ دا کار هغه مهال کېدی شي چې په دې اړه یوه غوښتنه وشي.»

اسلامي امارت د مسکو دې اندېښنو ته په ځواب کې تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د روسیې په ګډون د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ټولې هغه اندېښنې رد کړې دي چې له افغانستان څخه د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه یې مطرح کړې وې.

شنونکي وايي، روسیه په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سیاسي تقابل پر بنسټ دا ډول دریځ نیسي. د دوی په خبره، د مسکو او کابل ترمنځ د تعاملاتو کچه اوس دا اندېښنې تر ډېره حده هوارولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وایي: « د افغانستان په اړه د روسیې د امنیتي اندېښنو په مورد باندې د ځینو هېوادونو یو ډول څرګندونې، زه فکر کوم چې د بعضې موخو ترسره کولو لپاره استفاده کېږي. هغه څه چې په سیمه کې دننه ترسره کېږي، یو  ډول بې ثباتي رامنځته کولو لپاره د ځینو هېوادونو له خوا په لاره باندې اچول کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د رسمي ناستو او د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې د فعال ګډون له لارې غواړي روسیه په افغانستان کې دا اندېښني د همکاریو له لارې مدیریت کړي.» 

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان څخه د احتمالي امنیتي اندېښنو په اړه تازه څرګندونې داسې مهال کړې چې له دې وړاندې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم ورته اندېښنې مطرح کړي وې، خو اسلامي امارت بیا تل د روسیې په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته خطر پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist