Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

قطر، ایران، عمان او متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرانو استولو په اړه له هوکړې وروسته، اوس روسيې ته هم د افغان کارګرانو د لېږلو هڅې پيل شوې دي.

د کار او ټولنېزو چارو وزارت وايي، له روسي چارواکو سره په دې اړه خبرې دوام لري او تمه شته چې په دې اړه هوکړې ته له رسېدو وروسته ځوان، مسلکي او متخصص کاري ځواک ياد هېواد ته ولېږل شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي: « د قطر ترڅنګ، روسیې، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، ایران او عمان هېوادونو د کار له مسوولینو سره په اړیکه کې یو. د دغو هېوادونو له ډلې، د ایران اسلامي جمهوریت سره ډېر پرمختګ شوی او د هغه هوکړه لیک موسوده ورسره شریکه شوې چې د کارګرانو د استولو په اړه جوړه شوې. همدارنګه په دې اړه نظرونه تبادله شوې او هیله لرو په نږدې وخت کې یوه تفاهم ته په رسېدو بریالي شوو.»

د نوموړي په خبره، بهر ته د کاري ځواک پر لېږلو سربېره، حکومت هڅه کوي چې په کور دننه هم په دولتي او خصوصي سکټور کې خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

په ورته مهال، خلک روسيې ته د کاري ځواک لېږلو په اړه د حکومت د هڅو هر کلی کوي او وايي، په دې کار سره به ډېر ځوانان په کار بوخت او د بې‌ روزګارۍ کچه ټيټه شي.

د کابل اوسېدونکی رضا محمد وايي: « دلته هېڅ کار نه شته او د تورخم دروازې له تړل کېدو سره نور هم کم شوي. منډوي ته لاړو شو، خو کار نه پیدا کېږي، بېرته تش لاس راشو.»

د کابل اوسېدونکی سمیع‌الله وايي: « زموږ اکثریت ځوانان بې کاره دي، له بلې خوا پاکستان او ایران څخه مهاجر را روان دي او له دې سره د کار بازار نور هم په ټپه ودرېد. له دولت هیله لرو د کار موندلو په برخه کې هڅې لا زیاتې کړي. که دولت په روسیه او نورو هېوادونو کې ځوانانو ته کار وګوري، دا به ډېر ښه شي او د خلکو اقتصاد به ورسره برابر شي.»

شنونکي بهر ته د افغان کارګرانو لېږل نه يوازې د خلکو بلکې د حکومت په ګټه هم بولي او باور لري چې په دې توګه به حکومت وکولی شي له نورو هېوادونو سره خپل مناسبات پراخ او غښتلي کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدیونس ځدراڼ وايي: « بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د مسلکي ځوانانو استول د بېکارۍ کچې په کمولو کې مرسته کوي، خو زما په اند هغه مسلکي ځوانان چې دا مهال وزګار دي او د کار لټه کوي، باید تر نورو مخکې واستول شي.»

له دې وړاندې په روسيې کې د افغانستان سفير هم مسکو ټايمز ورځپاڼې ته ويلي و چې هېواد يې روسيې ته د ماهر بشري ځواک لېږلو لپاره چمتو دی، ترڅو هلته د کار بازار اړتياوې پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist