Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/03

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان پر بنسټ به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره کډوالو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.
مسوولینو دا څرګندونې هرات کې د ۱۲۰۰ کډوالو کورنیو ته د مرستو وېش لړې پیلولو پرمهال وایي، یادي مرستې د اړمنو کډوالو کورنیو د لاسنیوي په موخه ترسره کېږي او د هېواد ټولو ولایتونو کې به یاد شمېر کورنیو ته ۲۵۰ کیلو غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وايي: « دا لړۍ به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ادامه ولري، تر اوسه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د مرستو وېش ادامه لري. ټاکل شوې په هرات ولایت کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشل شي چې په ترڅ کې به یې نن ورځ ۴۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشو.  ورپسې د راستنو شویو کډوالو له ډلې هغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي چې تر نورو اړمن وي.»
په ورته مهال، هرات والي وایي د کډوالو راستنېدو په لومړۍ ورځ هغوی ته لومړنۍ اسانتیاوې لکه خواړه، درمل، ټرانسپورټ او نورې بېړنۍ اړتیاوې برابرېږي او ترڅنګ یې د لنډمهاله استوګنې لپاره ځانګړي کمپونه هم جوړ شوي او د دايمي مېشتېدو لپاره د هېواد په کچه د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو کار پیل شوی.

هرات والي نور احمد اسلام جار  وايي: « په بل ګام کې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امر کړی چې هغو راستنو شویو کډوالو ته چې ځمکه او سرپناه نه لري، ښارګوټي په پام کې ونیسئ. ټاکل شوې په ټولو ولایتونو کې کډوالو ته ښارګوټي جوړ شي.»

بله خوا، راستانه شوي کډوال که څه هم د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښ دي، خو زیاتوي چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د سرپناه نه لرلو  او بې روزګارۍ له امله له ستونزو سره مخ دي او ټینګار کوي چې دوی ته دې کاري فرصتونه برابر شي.

له ایران راستون شوی حیات الله وايي: « زه غواړم په افغانستان کې کاروبار ښه شي او موږ ته د کار زمینه برابره شي. زه دا مهال بې کاره یم او نه شم کولی کورنۍ سره مرسته وکړم. د اسلامي امارت له دې مرستې مننه کوم.»

له ایران راستون شوی عبدالصبور وايي: « د ژمي په دې سړه هوا کې او دا چې کار هم نه شته، د دې مرستو وېش ښه دی. باید دا ډول مرستې زیاتې شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولینو له معلوماتو سره سم، له هرات وړاندې د هېواد ۱۱ نورو ولایتونو کې هم د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې کډوالو ته د مرستو وېش لړې پیل شوې او په پام کې ده ټولو ولایتونو کې زرګونه ټنه غنم او نغدې پیسې راستنو شویو کډوالو ته ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist