Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکیه د سیمې او نړۍ بهرنیو چارو وزیرانو کوربه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/12

ترکیې د نړیوالو سازمانونو استازي او د نړۍ او سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربتوب کوي.

د انتالیا دیپلوماتیک فورم ناسته کې، د ګډون لپاره د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له وړاندې ترکیې ته رسېدلی دی. 

بهرنیو چارو وزارت وايي،متقي به په دې ناسته کې وینا او دغونډې څنډه کې به د کوربه له هېواد چارواکو سربېره د نورو هېوادونو له  استازو سره لیدنې ولري. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، تمه لري،چې د انټالیا ډيپلوماسۍ فورم ناسته به له افغانستان سره د نړۍ اړیکې نږدې کړي.

مجاهد زیاته کړه:« له دې ناستې تمه دا ده،چې له افغانستان سره د نړۍ،اړیکو کې به نږدیوالی او پرمختګ رامنځته شي. د افغانستان وضعیت د ارزولو لپاره او د اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو ټینګ کولو لپاره به له دغې  ناستې ښه استفاده وشي. د اسلامي امارت استازي به ګډونوالو هېوادونو ته د اسلامي امارت پیغام ورسوي. دا ناسته د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډېره مهمه ده.»

د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم درې ورځينۍ ناستې ته، د روسیې، امریکا او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د ګڼو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم وربلل شوي دي.  دغې ناسته کې دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم ګډون کوي او ویلي یې دي،د افغانستان په اړه به خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړي.

ویسټ  زیاته کړې:« د دې ناستې رابللو له کبله له ترکیې مننه کوم. موږ به له خپلو مهمو متحدینو سره پر ګډه له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه خبرې وکړو.» 

دا ناسته،چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سلګونه استازي،سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي، درې ورځې دوام کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist