Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/03

کورنيو چارو وزارت په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کارولو بڼې بدلېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه‌يي توکو او جرمونو په ضد مبارزې ادارې په راپور کې ویلي چې افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو کارول مخ په ډېرېدو دي.

د کورنيو چارو وزارت په دې اړه ترسره شوې اروزنه محدوده او له واقعيت سره همغږې نه بولي. د دې وزارت مسوولان وايي، حکومت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېرې هڅې کړې، خو په دې اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې يادونه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د نشه‌يي توکو او ځانګړې توګه د بنګو(چرسو) کرکيله په هېواد کې صفر شوې بولي او د کوم هېواد نوم له يادونې پرته وايي، بنګ له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع وايي: « د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC)  د وروستي راپور په اړه باید ووایم چې د یادې ادارې خپره شوې سروې تر خپرېدو مخکې یو کال وړاندې ترسره شوې او د وخت او ځای له پلوه د افغانستان له اوسني وضعیت سره بشپړه همغږي نه لري. دا سروې یوازې په محدودو مرکزونو او ولایتونو کې ترسره شوې او د هېواد د اوسني حالت بشپړ انځور نه شي وړاندې کولی. د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې مؤثر اقدامات ترسره کړي. دا اقدامات د نشه‌یي موادو د کښت مخنیوي، د معتادینو د درملنې مرکزونو پراختیا، د عامه پوهاوي زیاتول او د درمل شویو کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول شامل دي چې په یاد شوي راپور کې د دې لاسته راوړنو په اړه کافی یادونه نه ده شوې.»

کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نشه يي توکو کارونې او اعتیاد بحران د جګړې او فقر او دغه راز د بهرني اشغال میراث بولي او له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وايي: «که څه هم زموږ اقداماتو محسوسې پایلې لرلې، خو د اعتیاد بحران چې د جګړې او فقر او په ځانګړي ډول د اشغال میراث دی، د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ او عملي ملاتړ غوښتنه لري. زموږ په باور، په دې برخه کې عملي همکاري نه ده شوې او ټول لګښتونه د اسلامي امارت له امکاناتو څخه برابر شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ادارې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د ۹۵ سلنه کمښت په اړه اعتراف کړی، خو د بنګو یا چرسو زیات استعمال یې له ګاونډیو هېوادونو د دغو نشه يي توکو راتګ بللی. کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په افغانستان کې د دې بوټي کښت صفر ته رسیدلی او موجود زېرمتونونه یې هم ختم شوي دي. چرس او صنعتي نشه‌یي مواد له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاقیږي او په دې برخه کې هم مؤثر عملي ګامونه اخستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist