Skip to content
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي ویلي، اروپایي ټولنې ورسره د ۱۱ میلیونه یورو مرسته کړې،چې په دې سره به په افغانستان کې د ښوونځیو تغذیې پروګرام د تېرو کلونو په پرتله لا پراخ شي.
یاد پروګرام ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې ښوونځي د بیا پرانېستلو لپاره چمتو کیږي، دوی هم یادو ښوونځیو کې دخوړو ویش لپاره پوره چمتووالی لري.
د یاد پروګارم مشره ماريي ایلین مکګرورټي وايي، ښوونځیو کې د خوړو ویش یې نه یوازې د افغان ماشومانو د ښې روغتیا لپاره دی،بلکې ښوونځیو ته د هغوی هڅونې برخه کې هم مرسته کوي.
مکګرورټي زیاته کړه:« د ښوونځیو د تغذیې پروګرام نه یوازې د ښوونځیو زده کوونکو ماشومانو د تغذیې او روغتیا برخه کې اړین دی، بلکې له هغوی سره مرسته کوي،چې په زده کړو کې ښه وځلیږي. دا خواړه به د کورنیو لپاره هم هڅوونکې بڼه ولري، ترڅو کورنۍ خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.»
د ښوونځیو تغذیې په دې پروګرام کې،چې د غنمو له اوړو، غوزانو، ممیزو او بورې چمتو شوې کلچې ویشل کیږي.
د کندهار او ننګرهار په ۷۸۳ ښوونځیو کې پر ۳۵۰ زره زده کوونکې ویشل شوي دي. سږ کال په پام کې ده،چې له دې ځانګړو کلچو سربېره د زده کوونکو کورنیو ته غوړي هم ورکړل شي،ترڅو ماشومان ښوونځیو ته واستوي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانډرس وون برانډټ وايي، په افغانستان کې د ماشومانو زده کړې او تغذیې ته ژمن دي.
برانډت زیاتوي:« موږ دې ته ژمن یوو،چې افغان کورنۍ د دې ډاډ ولري،چې ماشومانو یې سالمې تغذیې او ښې ښوونې ته لاسرسی لري. دغه ملګرتیا چې موږ له خوړو نړیوال پروګرام سره اعلان کړې، زموږ د ادعا بېلګه ده. موږ پر سیمه ییزو مرسته کوونکو غږ کوو،چې افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي.»
د خوړو نړیوال پرواګرام وایي،په داسې حال کې چې د تېر کال ټولو میاشتو کې یې ۱۵ میلیونه افغانانو ته مرسته رسولې وه،سږ کال یې یوازې په څه باندې دوو میاشتو کې ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.
یاد پروګرام ټینګار کوي،چې په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو په ګډون ۲۳ میلیونه افغانانو د مرستو رسولو لپاره ۲ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.