ټاکل شوې د کابل طبي علومو پوهنتون په چوکاټ کې د نبوي سنتي طب یوه جلا څانګه او پوهنځی ایجاد شي.
د لوړو زده کړو وزارت پر اېکس خواله رسنۍ د خبر پاڼې په خپرولو سره وايي، د دې پوهنځي د ایجاد وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت له خوا شوی و او اوس د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا منظور او د یوه ځانګړي حکم له مخې به ایجاد او په تشکیلاتو کې اضافه شي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دا پوهنځی به د نبوي طب د علمي، تدریسي او څېړنو په برخه کې فعالیت ولري.
خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، د دې پوهنځي د رامنځته کولو حکم ترڅنګ، د پوهنځي تشکیل هم منظور شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت هیله ښودلې چې د نبوي سنتي طب د پوهنځي ایجاد به د روغتیايي علومو د پرمختګ او مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.