Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري له ملي او نړیوالو موسسو سره د چارو د لاسمون، ښې همغږۍ او برابر پرمختګ تر عنوان لاندې ناسته جوړه شوه.

د دې وزارت وزير وايي، حکومت او موسسې مسوولیت لري چې په بېلا بېلو برخو کې افغانانو ته ښه او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.

عبدالطیف منصور زياتوي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لېوالتيا نه لري چې د بیارغونې په برخه کې د موسسو بوديجه د وزارت له لارې مصرف شي بلکې موخه یې دا ده چې مرسته شوې پیسې او بودیجه پرځای ولګول شي او د کارونو کیفیت یې لوړ وي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور وايي: « موږ د مسوولیت له مخې تاسو ته دعوت درکړی او دلته مو راغوښتي یاست، ترڅو په ډاګه کړو چې څنګه کولی شو په کلیو او لرې پرتو سیمو کې زموږ او تاسو پروګرامونه او پروژې له وزارت سره په همغږۍ او زموږ د تخنیکي ټیمونو تر څارنې لاندې پلې کړو. موږ له تاسو دا غوښتنه نه لرو چې خپل فنډ او بودیجه زموږ وزارت او نظام ته په واک کې ورکړئ بلکې غوښتنه مو دا ده چې دا پیسې په مناسب ځای کې د خلکو له غوښتنو سره سم ولګول شي او د کار کیفیت یې ښه وي.»

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د څښاک اوبو په برخه کې د ۳۳ ولایتونو په ۱۳۷ ولسوالیو کې ۴ سوه پروژې پلې شوې دي چې ټول لګښت یې څه باندې ۸ ميلیونه افغانۍ کېږي.

د چارواکو په خبره، د يادو پروژې د تطبیق له لارې له ۹۰۰ زرو زیاتو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان جوړونې او همغږۍ رییس نورمحمد کټوازی وايي: « د ۲۰۲۵ کال پرمهال د اوبو رسولو یا واش کلسټر په برخه کې چې کومې لاسته راوړنې لرلې، د ۳۳ ولایتونو په ۱۳۷ ولسوالیو کې د ۸۷۳ میلیونه ۷۳۴ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۴۰۰ پروژې تطبیق شوې دي. همدارنګه ۹۰۵ زره کسانو چې ۱۳۵ زره ۷۱۲ کورنۍ کېږي، د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.»

په همدې حال کې د موسسو استازي ډاډ ورکوي چې د بیارغونې او پراختیا په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزارت سره همکار دي او په ټولو ولایتونو کې یې سلګونه پروژې تطبیق کړې دي.

افغانستان کې د یونپس استازې کیټيپه وايي: « د دې پروژې له لارې په ۱۰ زره کلیو کې ۱۱ زره پروژې چې سړکونه، چک ډیمونه او استنادي دېوالونه په کې شامل دي، تطبیق شوې دي. په دې پروژو کې یو میلیون کسانو کار کړی او ۱۵ ميلیون نور ترې استفاده کوي.»

په افغانستان کې د یونیسف د اوبو برخې مسوول ادني بیکیلي وايي: « په ۲۰۲۵ کال کې موږ ۷۲ همکاران درلودل چې ملي او نړيوالې ادارې له موږ سره وې. په دې موده کې موږ ۳.۵ ميلیونه وګړو ته چې د اوبو له پلوه اغېزمن شوي وو، رسېدنه وکړه، حال دا چې په دې کال کې ۱۵.۹ميلیونه وګړي اوبو ته اړتیا لري. خو زموږ هدف دا دی چې له دې ډلې ۷.۸ ميلیونه خلکو ته رسېدنه وکړو. موږ د دې کار لپاره لږترلږه ۱۶۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو.»

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې همغږي کوونکې  ویرونیک ویبر پیرټو وايي: « د سره صلیب نړیواله کمېټه په بېلا بېلو ولایتونو کې کار کوي. موږ د اوبو او کرنې په برخه کې ګډ کارونه پرمخ وړو. په کلیوالو سیمو کې د اقتصادي ودې لپاره هم کارونه پرمخ بیایو. دغه چارې له نورو ادارو سره شریکې کېږي او مخته ځي.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر دغو بهرنیو او کورنیو موسسو مشرانو او استازو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د دوی امنیت ټینګولو ته ژمن دی او کولی شي له امنیتي وېرې پرته د هېواد په لرو پرتو سیمو کې کار وکړي او پراختیايي پروژې تطبیق کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist