Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت: د ټاپي پروژې چارې  له خنډ پرته په منظم ډول روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/10

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، دټاپي پروژې چارې له خنډ پرته په منتظم ډول روانې دي او د لا چټکیتا لپاره یې ټاکل شوې،چې نن د مارچ په لسمه  کابل ته  د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم راشي .

د یاد وزارت اقتصادي چارو مشر شفیع اعظم وايي، د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو له کمېدو سره د ټاپي پروژې عملي چارو کې چټکوالی راغلی دی.

 اعظم وايي، دغې پروژې ۸۵ سلنه مالي لګښت د ترکمنستان هېواد ورکوي او پاتې ۱۵یې د افغانستان ، پاکستان او هندوستان هېوادونو پر غاړه دی.  

د اعظم په خبره، د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د مالي ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول رول نه لري او یوازې د دغې پروژې د مالي مشاور په توګه  کارکوي .

 اعظم زیاته کړه:« د ټاپي پروژې کارونه په منظم ډول باندې روان دي. لسم د مارچ به د ترکمنستان یو پلاوي کابل ته راځي او په اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.  د ټاپي پروژې ۸۵ سلنه سپانسر خپله ترکمنستان دی او پاتې ۱۵سلنه یې افغانستان هندوستان او پاکستان سپانسرکوي او د اسیا پراختیايي بانک په دغه برخه کې یوازې د مالي مشاور حیثیت لري.» 

داسیا پراختیايي بانک له دې وړاندې اعلان کړی وو،چې ترهغې په افغانستان کې د نړیوال مشروعیت نه برخمن حکومت نه وي رامنځ ته شوی، له ټاپي پروژې سره مرسته نه کوي او په دغه برخه کې یې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

په همدې حال کې کارپوهان له حقوقي اړخه  د اسیايي بانک پریکړه سمه ګڼي او په باوريې ټاپي یوه ستره اقتصادي پروژه ده او باید په دغه برخه کې د ډېرو کلونو لپاره ضمانت ورکړل شي.

ځینې نور بیا وايي، د ملیاردونو ډالرو پانګونه په افغانستان کې د یو غیر سرپرست حکومت لاسلیک ته اړتیا لري او هغه مهال لوې بنسټیزې پروژې پلې کیدای شي،چې واکمن حکومت نړیوالو ته د منلو وړ وي.

 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«  ټاپي ممکن نه ده،ځکه د نړیوالو ملیارد دالري پانګوونې د داسې یوه حکومت امضاء ته ضرورت لري،چې لس راتلونکو کلونو لپاره تضمین وکړي او خپله طالبان وايي، اسلامي امارت یو سرپرست حکومت دی، له دې ښکاري چې یو ناڅرګندوالی وجود لري، نو اړتیا ده،چې موږ له سرپرست حکومت ووځو او ملي حکومت رامنځ ته شي،ترڅو نړیوالو ته د منلو وي. علاوه له ټاپي  ټولې عمده پروژې هغه مهال پیل کیږي،چې حکومت له سرپرستۍ ووځي.» 

 ټاپي یا د ګازو نل لیکې پروژه،چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه اقتصادي پروژه ده،پر مټ یې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د کال تر ۳ اعشاریه ۲ میلیارده مکعب فوټه ګاز لیږدوي. 

 په دې پروژه کې به نه یوازې افغانستان ته صفر اعشاریه پنځه میلیارد مکعب فوټه ګاز ورکول کیږي، بلکې زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist