Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره ۲۰۱۹ له سیاسي جنجالونو ډک اټکل شوی

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/30

د افغانستان پر سیاسي ستونزو د نړۍ د بحران ډلې خپل راپور د افغانستان پر ستونزو خپور کړ.

راتلونکی میلادي کال په افغانستان کې د سیاسي جنجالونو لپاره بحراني کال اټکل شوی دی.

د نړۍ د بحران ډلې په یو راپور کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې شامل کړی چې ۲۰۱۹م کال به زیات سیاسي کړکیچونه ولري.

له دې راپور سره یو ځای په افغانستان کې هم انديښنې شته چې که سیاسیون له حکومت سره په یوه لار لاړ نه شي او اټکلي بحرانونه مدیریت نه کړي، وضعیت به لا خراب شي.

د نړۍ د بحران ډلې په خپل تازه راپور کې افغانستان په هغو لس هېوادنو کې راوستلی، چې په ۲۰۱۹  کال کې به سیاسي ستونزو او  تاوتریخوالي سره مخ وي.

د نړۍ بحران ډلې په راپور کې داسې راغلي (( له یمن وروسته افغانستان، په دویم ځای کې قرار لري چې سیاسي بحران به ولري، د دې دوه هېوادونو تر څنګ، د امریکا او چین اختلافات، له ایران سره د سعودي عربستان، امریکا او اسرایلو اختلافات او دغه راز سوریه، نایجیریا، سویلي سوډان، کامرون، اوکراین او وینزویلا هغه هېوادونه دي چې ۲۰۱۹م کال کې به سیاسي کړکیچونه زیات شي.))

له دې سره یو ځای د ملي انصاف ګوند باور لري چې سیاسي کړکیچونه د بهرنیو استخباراتو په دستور وي او افغانان اوس نه غواړي چې د بهرنیو په لمسون کړکیچونو کې ښکیل شي.

د نړي د بحران ډلې په داسې مهال افغانستان په راتلونکی کال کې ناسم اټکل کړی چې افغان حکومت او افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي.

خو له دې ټولو سره حکومت ته ولسمشریزې ټاکنې ور ترغاړې دي چې د جنجالونو اټکل پکې شته.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist