Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت: اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ملاتړی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/09

داسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان استازی کابل ته راغلي او  د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر بشري  او قتصادي مرستو او همدا راز په پراختیايي چارو بحث او خبرې کړي دي. 

د یاد وزارت مرستیال ویاند حفیظ تکل وايي، یاد سازمان غړو هېوادونو ډاډ ورکړی،چې د افغانستان ملاتړي دي او د افغانانو اړتیاوې ورته لومړیتوب لري. 

تکل وايي:« دواړه اړخونو په افغانستان کې د بشري اقتصادي او انکشافي مرستو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي همکاریو سازمان  غړي هېوادوونه له افغانستان ملاتړ کوي او د افغانانو ضرورتونه ورته لومړیتوب لري.» 

تکل وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له دغه سازمان غوښتي دي،چې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په بېرته ازادولو کې هلې  ځلې وکړي.

تکل زیاته کړه:« متقي له دوی غوښتنه وکړه،چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو او افغانانو ته په اختیار کې ورکولو لپاره هلې ځلې وکړی.» 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان نږدې اړیکې او تګ راتګ د افغانستان په ګټه یادوي. 

دوی پر دې اند دي،چې له کابل سره د ۵۷ اسلامي هېوادونو د جوړ شوي دغه سازمان د اړیکو نو پړاو به په نړیوال سیاسي سټیج کې د افغانستان باور زیات کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي:«دا سازمان د اسلامي نړۍ د ۵۶ ممالکو استازوالي کوي،پر دې اساس باندې دا یو ښه سازمان دی،چې راشي په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار وکړي او دا یو مثبت او سیاسي ګام دی،خو  د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه کې مرسته نه شي کولای.» 

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ مې راپدیخوا افغانستان نړیوالې انزوا ته تللی او تردې دمه هېڅ هېواد د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندلو ته زړه نه دی ښه کړی،خو د سیمې او ګاونډ ګڼ شمیر هېوادونه لاهم په کابل کې فعال سفارتونه لري او خپلې چارې پرمخ بیايي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist