Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د کډوالو نړیواله اداره:  ۱۲۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/09

د  ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یا آی. او. اېم د هغو افغان کډوالو په تړاو راپور وړاندې کړی دی،چې په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې  بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډالو ادارې دا راپور د روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال د لومړیو دوه میاشتو په تړاو برابر کړی دی.

راپور کې ویل شوي،چې  د روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ګاونډیو ایران او پاکستان هېوادونو  څه باندې ۱۲۰ زره کسان خپل هیواد ته راغلي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې د راپور یوه برخه:«  د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راپدیخوا له ټولو سرحدونو ۱۲۰ زره او ۳۴۱ تنه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې ۱۰۸ زره او ۷۱۵ تنه له ایران او ۱۱ زره او ۶۲۶ تنه له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.» 

د دغه راپور پر بنسټ له ایرانه راستانه شوي کسان د نیمروز او هرات ولایتونو له لارې او له پاکستان را ستانه شوي کسان د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې راغلي دي.

راپور کې وړاندې راغلي،  دغو کډوالو ته چې بېرته هېواد ته راستنه شوي دي، له را رسیدو سره سم ورسره د یادې ادارې له لوري مرسته شوې ده.

د کډوالو نړیوالې ادارې راپور یوه برخه:« په راستنیدوونکو کې ۴۴ زره او ۶۹۷ کسانو ته د کډوالو نړیوالې ادارې له لوري له را رسیدو سره سم مرسته شوې ده. له ایران د راستنو شویو څه باندې ۱۰۸ زره کسانو له ډلې، څه کم ۳۵ زره کسانو ته یې مرسته رسیدلې او له پاکستانه د ټولو راستنیو شویو له ډلې څه باندې ۹ زرو سره یې د آی.او. اېم له لوري مرسته شوې ده.» 

د دغه راپور پر بنسټ په یادو راستنیدوونکو کې څه کم ۹۷ نیم زره کسان مجرد دي او څه باندې ۲۵ زره تنه له خپلو کورنیو سره یو ځای دي‎،چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist