بلوڅ بېلتون غوښتونکو د شنبې سهار د پاکستان پوځي رژيم په ضد د «هیروف» په نوم پراخو پوځي عملیاتو سره پیل کړ.
په هیروف عملیاتو کې د بلوچستان پر مرکز کوېټې سربېره، په نوشکي، مستونګ، ډالبندين، کلات، خاران، ګوادر، پسني، تمپ او بوليده کې د پاکستاني ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وشول. پر خواله رسنيو لاس په لاس کېدونکو ويډيوګانو کې ښکاري چې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ(بياېلاې) په بريدونو کې له پرمختللو وسلو، بې پيلوټه الوتکو او سرتېرو بريدونو کار اخستل شوی او په دې توګه يې نوشکي، مستونګ، خاران او ځينې نورې سيمې په بشپړ او يا قسمي توګه تر خپل کنټرول لاندې کړې دي.
تر اوسه په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې دا نه دي ويل شوي چې ايا پاکستاني ځواکونه له بلوڅ بېلتون غوښتونکو بېرته د يادو سيمو پر نيولو بريالي شوي که نه؟
په دې خونړيو بريدونو کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر لسګونه کسان ښودل شوی، خو دا شمېرې متفاوتې دي. د دې بريدونو له امله پاکستان په بلوچستان کې بېړنی حالت اعلان کړی او چارواکو يې ادعا کړې چې د هند په همکارۍ ترسره شويو بریدونو کې۳۷ بلوڅ بېلتون غوښتونکي او لس پاکستاني عسکر وژل شوي.
د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بگټي ویلي: « نن سهار وختي ترهګرو د خپلې سقوط په حال کې روحيې د حفظولو لپاره د پاکستان په مختلفو سيمو بريدونه کړي. خو د بلوچستان پوليسو او اېف سي ځواکونو له لوري په ګډه دغه هڅې ناکامې شوې او تر اوسه ۳۷ وسلهوال وژل شوي.»
د دې بريدونو له امله په کوېټې ښار کې د روغتيايي، ښوونيزو، ټرانسپورټي او مخابراتي خدمتونو په شمول نږدې ټول عامه خدمتونه درول شوي دي.
بلوڅ ازادي غوښتونکو د یوې ویډیو په خپرولو سره د پاکستان د هغې ادعا برعکس چې په افغانستان کې يې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د مشرانو موجوديت په اړه کړې وه، د بلوڅانو د ازادۍ پوځ مشر بشير زېب بلوڅ ښکاري چې په بلوچستان کې تازه بريدونه رهبري کوي. نوموړی د پاکستان ضد خپل بریدونه بې سارې بولي او له عامو بلوڅانو د همکارۍ غوښتنه کوي.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ مشر بشير زېب بلوڅ وايي: « نن د قربانۍ ورځ ده. له بلوچستانه د پنجاب پوځ او د پنجاب دولت ايستل پيل شول. په بلوچستان کې د دښمن هېڅ عسکر او هېڅ بنسټ بايد پاتې نه شي. بلوڅانو! له کورونو راووځئ او د ملي ازادۍ په دې جګړه کې د خپلو خويندو او وروڼو ترڅنګ چې په هيروف۲ عملياتو کې ونډه لري، ودرېږئ. تاريخ به د دوی ماتې ثبت کړي. هغوی چې ځان بايلي او ځان ګټي تاريخ ليکي؛ بلوڅان ګټونکي دي.»
د بلوڅانو ازادۍ پوځ په مستونګ کې د څو حکومتي ادارو په نيولو سره داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په ياده سيمه کې له ۳۰ زيات زندانيان له زندان ازاد کړای شوي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دې بريد ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې وسلهوالو په بلوچستان کې په ۱۲ سيمو بريدونه کړي. کورنيو چارو وزير محسن نقوي يې هم بيا په دې بريدونو د لسو پوليسو وژل کېدل تایيد کړي.
شنونکي دا بريدونه د پاکستان تبعيضي پالیسيو پايله ګڼي او وايي، دامهال له ډيورنډ کرښې پورې غاړه مېشت ولس او بلوڅان د پاکستاني له پوځي رژيم تر پوزې راغلي.
د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « بلوڅ بېلتون غوښتونکي ورځ تر بلې مخکې روان دي. زه په دې باور یم هغه جګړه چې د پاکستاني جنرالانو له خوا پر بلوڅان تپل شوې، دا جګړه به د بلوچستان په ازادۍ پای ته ورسېږي»
د بلوڅانو ازادۍ پوځ د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د پاکستان ضد هيروف عملياتو لومړنی پړاو پيل کړی و چې په پايله کې يې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ د ادعا له مخې ۱۳۰ پاکستاني عسکر ووژل شول او پر دې سربېره يې په لويو لارو، ځينو سيمو او ان حکومتي ودانيو هم د ۲۰ ساعتونو لپاره کنټرول ترلاسه کړی و.