Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت باید لوړو بستونو کې مسلکي کسان وګوماري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/08

د افغانستان اسلامي امارت سرپرست حکومت کابینه په بشپړېدو ده او له  پوځي او امنیتي برخو سربېره د ولایتونو پر کچه هم ځينې ګومارنې شوي دي.

که څه هم اسلامي‌امارت ګومارل شوي کسان مسلکي او ژمن بولي،خو کارپوهان وایي، د حکومت دغه ډول جوړښت او ګومارنې د ښې حکومتولۍ تمثیل نه‌ شي کولی او د اسلامي‌امارت مشرتابه دې د نړیوالو نیوکو ختمولو لپاره په لوړو بستونو مسلکي وګوماري.

د دوی په باور په دې سره به له هېواده د مسلکي کسانو او علمي کادرونو د وتلو مخنیوی هم وشي.

د پوهنتون استاد عبدالبصیر سباوون  وايي:« کله چې موږ کار اهل کار ته د سپارلو خبره کوو، مهمه دا ده،چې دا چارې اوس په عمل کې ثابتې کړو. له نېکه مرغه په تېرو دوو لسيزو کې پر کور دننه او بهر د پام وړ کادرونه وروزل شول،چې هغوی توانايي لري،چې په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي، کار يې کړی هم دی او په دې برخه کې کافي تجربه هم لري.» 

د سیاسي چارو شنونکی اجمل زرمتی وايي:« په کوم څه باندې،چې طالبانو ټينګار کړی دی، خدای دې وکړي،چې عملي ګامونه واخېستل شي او کوم ظرفیتونه چې په داخل د هېواد کې دي،د هغوی له ظرفیتونو ښه استفاده وشي،کوم کاري ظرفیتونه،چې دي واقعاً هغوی د کار کولو تونايي لري، په چور او اختلاس کې لاس نه لري. تل يې زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه پاللي دي.» 

پر کور دننه او بهر مسلکي افغان کادرونو ته د کار زمینې برابرولو په موخه همدا تېره اوونۍ د خليجي او اروپايي هېوادونو لسګونه افغان متخصصین کابل ته راغلي او دلته يې د اسلامي امارت له لوړپوړیو چارواکو سره په یادې موضوع بحثونه کړي. 

د دوی په خبره ناستو يې ښې پايلې لرلې او حکومتي مشرانو ورسره یو لړ ژمنې کړي دي.

له بهره راغلی افغان متخصص هارون احمدزی  وايي:«  پوره ډاډ راکړل شوی دی،چې له مسلکي خلکو  به استفاده کوي او کار به ترې اخلي. دوی ته اړتيا لري، نظام چلول وړه خبره نه ده، ډېر مسلکي کسانو ته ضرورت لري، په هره برخه کې که اقتصاد وي،که بانک داري وي، که زراعت سيستم دي، که د تعلیم او تربيې برخه ده،که امنیتی مسایل دي، نو ټول په دې پوهیږئ،چې په هېواد کې يې قدر کيږي او ټول به دلته پر ګډه کار کوو.» 

نیوکې دا دي،چې په ځینو مهمو ګومارنو کې مسلکیتوب په نظر کې نه دی نیول شوی او دغې چارې مسلکي اشخاص، علمي کادرونه او متخصصین بې باوره کړي، چې ځينې یې ان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د پوهنتون استاد عبدالبصیر سباوون وايي:« نو موږ چې تر اوسه  پورې موجوده ګومارنې ګورو، بدبختانه چې تخصص په کې په پام کې نه دی نیول شوی. د قناعت وړ نه دي. په دغه برخه کې نو په کار دا ده،موږ  د کار اهل کار خبره کوو، دا په عمل کې ثابته کړو او زه په باور وایم،چې زموږ مسلکي کادرونه د دې جوګه دي،چې په ټولو برخو کې کار وکړي.» 

په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه زره افغان ځوانانو په کور دننه او بهر هېوادونو کې تر لسانس او ماسترۍ کچې لوړې زده کړې کړي او افغانستان په بېلابیېلو برخو کې زرګونه مسلکي کسان او متخصصین لري،چې په ګومارولو به یې د حکومت چارې اسانه، چټکې او ځینو برخو کې ولاړ سيستم پر حرکت راشي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist