Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانېسته د افغانستان پر ګټه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/08

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانېستل کېدل، له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان پر ګټه دی  او باید کار ترې واخېستل شي. 

 دوی وايي، د یاد  سازمان له لارې به د افغانستان او اسلامي نړۍ ترمنځ اړیکې پراخې شي او د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه کې به مرسته وکړي.

 د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« د اسلامي هېوادونو کنفرانس د دفتر خلاصول په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي په برخه کې ګټور دی او له سیاسي پلوه یې ګټې دا دي،چې نوره نړۍ هم له افغانستان اړیکې ټینګې کړي.» 

د اسلامي همکاریو سازمان په خپل وروستي کنفرانس کې چې په اسلام‌اباد کې ترسره ش،په کابل کې یې د خپل دفتر پرانیستلو ژمنه کړې وه،چې د یکشنبې په ورځ یې دغه ژمنه پوره او فعالیت یې پيل کړ. 

 یاد سازمان به د افغانستان سرپرست حکومت سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپل عملي کار پیل کړي. 

د سیاسي چارو شنونکي وايي،یاد سازمان دې د اقتصادي کارونو ترڅنګ د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت پیژندنه کې مرسته وکړي. 

دوی وايي،  دا پرر نړیواله کچه باوري سازمان دی او که له افغانستان سره ریښتینې مرسته وکړي، ګټې به یې زیاتوي. 

 د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت  وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان نه یوازې د اقتصادي ګټو په اړوند باندې، بلکې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکې په ښه والي کې او بالاخره د رسمیت پیژندنې په برخه کې ریښتینې مرسته وکړي. زموږ افغانانو هېله داده،چې د اسلامي هېوادونو سازمان د دفتر په خلاصولو سره عملي ګامونه پیل کړي،چې هغه د اقتصاد هم د سیاست او هم په نورو برخو کې ګټور تمام شي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي،چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دفتر دې په کابل کې فعال وي او افغانستان کولای شي، چې له دې لارې له نورې نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او سیاسي ګټه ترې واخلي. 

سیاسي فعال هاتف مختاروايي:«د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دفتر پرانېسته د افغانستان د ملي منافعو پر ګټه دی. افغانستان کولای شي،چې د او. ای. سي له لارې له ټولو اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د دې دفتر پرانېسته د خلکو او نظام پر  ګټه کار دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان له هغې وروسته په کابل کې د بشري مرستو د رسولو په موخه کابل کې خپله استازولي پرانیزي،چې د ۷ میاشتو راهیسې اسلامي امارت پر ټول هېواد واکمن دی او له نړۍ سره یې د ښو اړیکو ټینګولو اعلان کړی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist