Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر سره کتلي

حقاني: هېچ چا ته اجازه  نه ورکوو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/06

د افغانستان  اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د لومړي ځل لپاره  د شنبې پر ورځ د« ۱۴۰۰ کال کب پر ۱۴ مه» کابل کې د ملي پولیسو له اکاډمۍ ۱۳ دورې فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې د رسنیو پر مخ ښکاره شو. 

د کابل د پولیسو له اکاډمۍ په ۱۳ مه دوره کې  ۳۷۰ تنه سرتیري او افسران چې ښځينه هم په کې شاملې دي، له پنځه کلنو زده کړو وروسته  فارغ شول.

د پولیسو په فراغت غونډه کې، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سربېره د اسلامي امارت ګڼو نورو  لوړپوړو چارواکو په‌ کې ګډون کړی وو. 

حقاني په خپله وینا کې ولس ته د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو مبارکي ورکړه او مسلکي کادرونو ته یې ډاډ ورکړ،چې کاري فرصتونه به ورته برابر کړي.

حقاني ډاډ ورکړ، چې هېچ چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

حقاني زیاتوي:«  زموږ مسلکي کادرونه نن په ډېر تشویش کې دي. دوی ځانونه بې ګانه ښيي. خو موږ ورته ډاډ ورکوو،چې تاسې د دغه هېواد بچیان یاست. هېواد ته چوپړ کول مو شریکه دنده ده. په هېواد کې د امنیت تامین په اړه،لکه څرنګه چې  موږ ولس او نړۍ ته ژمنه ورکړې، د بل چا لپاره به ګواښ نه وي.» 

د پولیسو ملي اکاډمۍ مسوولینو بیا  ډاډ ورکړ،چې د پولیسو مسلکي کېدو لپاره په ډېرو کمو امکاناتو هڅې کوي او ژمنه یې وکړه،چې ټولنې ته به ښه روزل شوي او مسلکي پولیس وړاندې کړي.

د ملي پولیسو اکاډمۍ قوماندان  شیخ محمد نظر شینواری وايي:« د افغانستان ملي پولیسو اکاډمۍ قوماندان په توګه ویاړم، چې د دې هېواد بچیانو ته د خدمت او سلامتیا لپاره روزنه ورکوو او ټولنې ته یې د چوپړ په موخه وړاندې کوو. ټولنه له مسلکي پولیسو پرته نیمګړې ده او همدا مسلکي پولیس دي،چې د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره چوپړتیاوې کوي.» 

د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په دغو مراسمو کې د ۳۵۰ زره وسله وال پوځ جوړولو خبره وکړه، او زیاته یې کړه،چې د هر ارګان منسوبین به په ځانګړي یونیفورم سمبال کړي. 

د رئیس الوزرا دویم مرستیال  عبدالسلام حنفي وايي:« د افغانستان اسلامي‌ امارت د هېواد له جغرافیې د امنیت ساتنې او همدارنګه له اسلامي ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره شااوخوا ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه په پام کې نیولي. وروڼو او خویندو! له دې وروسته ستاسې یونیفورم د بهرنیانو له لوري نه جوړیږي، ستاسې بودیجه دوی نه تصویب کوي، ستاسې دندې د دوی له خوا نه ټاکل کېږي.» 

  د پولیسو ملي اکاډمۍ  د ۱۳ دورې تازه فارغ شویو افسرانو ته د امنیت، لوژیستیک، سرحدونو او جنايي برخو کې پنځه کلنې زده کړې ورکړل شوي دي.

افسران خوښ دي،چې زده کړې یې بشپړې شوې او خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي.

یو تن فارغ شوی  فارغ شوی افسر وايي: « د خوشالۍ احساس لرم. موږ ډېر زحمت وګاله،شااوخوا پنځه کاله مو دلته زحمت تېر کړ،چې په منځ کې یې کورونا ناروغي او نورې رخصتۍ راغلې. دې ورځې ته په تمه وم،چې د فراغت محفل مو ونیول شي.» 

د مسلکي کادرونو ګومارنه هغه غوښتنه  ده، چې افغان ولس او نړیوال یې لري، کورنیو چارو وزارت هم مهاله په دې غونډه کې له فارغ شویو افسرانو  ځینې افسران په لوړو دندو وګومارل او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به نور د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر دندو  وګوماري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist