Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جلال اباد روښانه کولو په موخه د لایټېنګ پروژه پیل شوه

د جلال اباد روښانه کولو په موخه د لایټېنګ پروژه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

د جلال اباد ښاروالي وايي، د شپې له خوا د دې ښار په ټولو ناحیو کې د واټونو او عامه ځایونو روښانه کولو په موخه دا پيل شوې پروژه به د راتلونکي کال تر پایه بشپړه شي.

د ښاروالۍ د چارواکو په خبره، د دې پروژې پلې کولو لپاره ۲۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او د جلال اباد ښاروالۍ له عوایدو ورکول کېږي.

جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: « د راتلونکي کال تر پایه به د دې پروژې ټول کارونه سرته ورسېږي . د دېې پروژې ټول لګښت ۲۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه ورکول کېږي. دا پروژه له لومړۍ ناحیې څخه نیولې همداسې په نورو  نواحیو کې هم  پلې کېږي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د دې پروژې پلي کولو ته خوښي څرګندوي، خو د برېښنا اوسني وضعیت او بې ساري پرچاوۍ ته په کتو وايي، دا پروژه هله بریالۍ کېدای شي چې وړاندې ترې د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي: « دا د جلال اباد  ټولو ښاریانو  لپاره ښه خبر  دی. الله دې وکړي چې دا پروژه د  ښار نورو برخو ته هم وغځول شي؛ ترڅو  د ټولو  ښاریانو   لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»

د جلال اباد اوسېدونکی رحمت الله وايي: « د دې پروژې لپاره باید یا جنراټور ۲۴ ساعته ولګول شي یا هم د درونټي بند برېښنا ورته ۲۴ ساعته ولګوي. که په ولایت او امنیه قوماندانۍ کې برېښنا وي، دلته هم باید وي. داسې نه کېږي چې پایې ولاړې وي، خو برېښنا ونه لري. دا پروژه خدمات او څارنه غواړي، هر وخت باید دا څراغونه ترمیم شي.»  

له بلې خوا، د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دې پروژې لپاره یې د برېښنا غمه هم خوړلې او د مرکزي حکومت په شمول یو شمېر موسسو ورسره د برېښنا د ستونزې هوارولو په برخه کې ژمنې کړې.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو  رییس  وحید الله مخلص وايي: « له ارغندۍ سب سټېشن څخه برېښنا را روانه ده او زموږ د ښار ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي. همدارنګه، په شمال کې له ګاونډیو هېوادونو سره خبره شوې او امکان شته چې موږ له کابل څخه هم یو ځانګړی لین برېښنا راکړل شي. د دې ترڅنګ، له موږ سره په دې پروژه کې یو شمېر موسسې هم شاملې دي چې په کې یو‌اېن‌هبیتات او یونفس شاملې دي. یو‌اېن‌هبیتات موږ ته په ځینو ناحیو کې لمریزه برېښنا برابره کړې او په کومو ناحیو کې چې نه شته، راتلونکی کال یې د چمتو کولو پلان لرو.»

جلال اباد ښار کې د لایټنګ د دې پروژې بریالي کولو  په موخه د برېښنا شتون موضوع داسې مهال مطرح کیږي چې اوسمهال ښاریان د برېښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي او په خبره یې، په یوه شپه او ورځ کې ښاریان یوازې ۸ ساعته منظمه برېښنا هم نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist